

ټولو ته معلومه ده چه چين لرغوني تاريخ لري او تقريبأ يوويشت پيړۍ د ميلاد نه وړاندي په چين کي برده داري ټولنه د شا سلسله جوړه شوه او د قبل الميلاد په دوه سوه يوويشتم کال کي لوموني فيوډالي امپراطوري دوره پيل شوه . ورپسې په څه دپاسه دوو زرو کالو کي په چين کي شاهي تسلط روان و .
د چين لومړني امپراطور اين جن د شپږو وړوکو مملکتونو د الحاق نه وروسته د قبل الميلاد په دوه سوه يو ويشت کال کي لومړني فيوډالي سلسله جوړه کړه او په عين وخت کي يي واحد هيروګليف ، سکي او اوزان او مقادير وټاکل چه په نتيجه کي د هيواد کلتور او اقتصاد ډير پياوړي شو . علاوه پردي د چين لوي ديوال هم په دي دوره کي جوړ شو . مګر د امپراطورانو د ظالمانه تسلط او په جګړو او د مجللو او لوکسو ماڼيو د جوړولو پداره د زياتو پيسو د لګولو په اثر بزګرانو قيامونه وکړل او په پاي کي د قبل الميلاد په دوه سوه شپږم کال کي د چين د لومړني امپراتوري سلسله رانسکور شو او د هان سلسله چه څلور سوه شپږ ويشت کاله يي ادامهدرلوده او د چين په فيوډالي ټولنه کي لومړني غښتلي او شکوفان دوران بلل کيږي ، جوړه شوه . په دي دوره کي د چين اقتصاد ډيره چټکتيا وموندله . مثلا اوسپنيز زراعتي وسايل تعميم او د فلزاتو د ويلي کيدو او د مالګي توليدولو په شمول عمده لاسي صنايع هم پياوړي شول . خو په تيره بيا يو مخترع چه څاي لونګ نوميده ، د له نباتي فايبرو څخه د کاغذ جوړولو تختيک اختراع کړ . دغه راز په دي دوره کي د وريښمو مشهوره لاره هم پرانستل شوه .
د چين په تاريخ کي فيوډالي سلسلي کله يو ځاي او کله جلا شوې . له دوه سوه شلم
کال نه تر پنځه سوه يو اتيايم کال پوري په چين کي څو څو کوچني مملکتونه موجود وو او په پنځه سوه يو اتيايم کال کي د سوي سلسله جوړه شوه او ددې سلسلي په دوره کي له بيجينګ نه د جنوب ختيځ چين تر هان جو ښار پوري د نړۍ تر ټولو اوږد کانال وکيندل شو . د سوي سلسلې د نسکوريدو نه وروسته د تانګ سلسله تاسيسه شوه چه دغه امپراطوري سلسله د چين په ګرده فيوډالي دوره کي تر ټولو اباده او سمسوره سلسله ګڼل کيپږي ځکه چه ددې سلسلې يوولسو امپراطورانو بااستعداده کسان موظف کړل ، د خلکو ګټور پيشنهادونه يي ومنل او د حکومتي مامورينو ښه اداره يي وکړه . نو د تانګ په سلسله کي د چين اقتصاد بيساري ترقي وموندله ، شعر او ادب اوج ته ورسيد او د لرګي چاپ تخنيک اختراع شو ، علاوه پردي د شولو او چايو د کر او ترويج او چيني باب ، کاغذ او بيړۍ جوړولو تخنيکونه هم متکامل شول او د تانګ پايتخت چن ان هم په هغه وخت کي په يوه بين المللي اقتصادي او فرهنګي مرکز بدل شو. په نهه سوه شپيتم کال کي جنرال جاو کوان ين د تانګ سلسلې په ځان د سون سلسله جوړه کړه او په دي وخت کي لوي علمي موفقيتونه دا وو چه قطب نما ، د چاپولو فن او باروت اختراع او استعمال شول . د سون سلسلې په وروستيو کلونو کي د چين په شمال کي مغولي قوم پياوړي شو او مشر يي تيموجن نوميده ، په دوولس سوه شپږم کال کي د مغولي دولت جوړ کړ او پنځه شپيته کاله وروسته يي بل مشر چه هوبيلي نوميده ، د يون سلسله تاسيس کړه او په دوهم کال کي يي بيجينګ د پايتخت په حيث اعلان کړ او دوه کاله وروسته يي د سون سلسله له منځه يووړله ، مګر د يون سلسلې په وروستيو کلونو کي مغوليانو د هان قوم په خلکو باندي سخت ظلم وکړ او په نتيجه کي د يوه سلسله په ديارلس سوه اته شپيتم
کال کي د بزګرو د قيام د مشر جو يون جان لخوا نسکوره شوه او د مين سلسله يي جوړه کړه چه پايتخت يي په نانجينګ ښار کي و او وروسته بيجينګ ته منتقل شو . د مين په امپراطوري دوره کي د مترقي کرني او لاسس صنايعو په اساس تجارتي معاملات ډير تاوده وو ، د مين سلسلې په لومړيو کلونو کي د چين د دريانوردۍ چاري په نړی کي لومړي مقام ونيوه . د مين نه وروسته د چين اخري امپراطوري سلسله د چينګ سلسله وه چه د ډاکتر سون يي سين لخوا د نوس سوه دوولسم کال په لومړي ورځ تر پښو لاندي شوه .