<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-16 18:17:51    
داولمپيک لوبغالی ،داولمپيک کلی ، اړوند مراسم او د اولمپيک د مقدس اور په باب قصه

cri

 د اولمپيک لوبغالی

عمومأ نړيوال د اولمپيک د سپورتی لوبو اصلی لوبغالی ته د اولمپيک ستديوم وايی او د اولمپيک د سپورتی لوبو د پرانستلو او پای ته رسيدو مراسم ، د سپکو اتلتيکو ورزشی مسابقی او د فوتبال د لوبی په اړه ځينی سيالی هلته سر ته رسيږی . د اولمپيک مقدس مشعل بايد د نوموړی اصلی ستديوم په مهم ځای کی بل شی او د سپورتی لوبو تر پای ته رسيدو پوری دی مړ شی . . د اصلی ستديوم د جوړيدو لپاره د کوربه هيواد لخوا اچول شوی پيسی او زيارونه هم ډيری دی . د اولمپيک د سپورتی لوبو د پای ته رسيدو نه وروسته اصلی ستديوم عمومأ د يوه ښار د ودانيو لپاره د يادګاری اهميت لرونکی نښه ګرځيدلی ده .

 د اولمپيک کلی

د اولمپيک د سپورتی لوبو کلی او د ورزشکارانو کلی د اولمپيک د کلی نور نومونه دي . د اولمپيک د سپورتی لوبو کوربه هيواد د برخه والو لوبغاړو ،اړوندو مامورينو او کارکوونکو د اوسيدو لپاره نوموړی کلی جوړوی . د ١٩٣٢ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو په موده کی د امريکی لوسانجلس د کوربه ښار په توګه په هغه ځای کی چه د اصلی ستديوم څخه دومره ليری فاصله يی نه درلوده ، په ځانګړی ډول د ورزشکارانو او رسمی کارکوونکو د اوسيدو لپاره يوه ډله ايزه ودانۍ جوړی کړې . له هغه نه وروسته د لوسانجلس نوموړی عمل د يوې عنعنی په توګه ساتل شوی او د اولمپيک د منشور په ٤٢مه ماده کی ټاکل شوی دی . سربيره پردی د مختلفو هيوادونو سپورتی هياتونه د اولمپيک کلی ته د داخليدو په وخت کی بايد يو ساده او جدی مراسم پرځای کړی .

 د اولمپيک مراسم

د اولمپيک د سپورتی لوبو د عالی اصولو او ارمان د ښودلو په غرض د معاصره وخت د اولمپيک د سپورتی لوبو موسس کاوبرتين شخصأ د اولمپيک د غورځنګ لپاره ډير مراسم او قاعدی رامنځ ته کړې او د اولمپيک د سپورتی لوبو په لوبغالی کی يی په مشخصو فعاليتونو بدل کړی دی . د سپورتی لوبو افتتاحيه مراسم ، ورزشکارانو ته د انعام ورکولو مراسم او احتتاميه مراسم د اولمپيک لپاره دری لوی مراسم بلل کيږی .

 افتتاحيه مراسم

افتتاحيه مراسم د هميش لپاره د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ډير مهم پروګرام دی . د اولمپيک د سپورتی لوبو په افتتاحيه مراسمو کی بايد هم د سولی ، يووالی او دوستی په مرام د اولمپيک روحيه ښکاره شی او هم د کوربه هيواد ملی ثقافت ، محلی ځانګړيتوب او د انتظامی کارونو لياقت او سويه وښودل شی ،دغه شان بايد د افتتاحيه مراسمو له لاری د مختلفو هيوادونو ميلمنو ته تود هرکلی او دوستانه احساسات هم څرکند شی . د افتتاحيه مراسمو په بهير کی د يو لړ اساسی تشريفاتو نه پرته ، هغه غوره او په زړه پوری ډله ايز جمناستيک چه ملی خصوصيات لری ، هنری يا نظامی

ورزشی نمايشونه نندارچيانو ته هم وړاندی کيږی .

* د اولمپيک د مقدس اور په باب قصه

پروميسيوس د لرغونی يونان په افسانه کی يو داسی زړه ور سړی ؤ چه د أسمان د اور په غلا کولو سره يی دنيا ته رڼا ورسوله . يو وار ، له دی امله چه هغه أسمانی رب زوس ازار کړ ، زوس په قهر او غصه شو او انسانانو ته يی اور ورنه کړ . پروميسيوس د اور د اخيستلو لپاره د ځانی خطر سره سره د رازيانی ښاخ أسمان ته اوږد کړ او د لمر له وړانګو څخه يی اور واخيست . وروسته خلک په افسانه کی د قهرمان پروميسيوس د يادونی لپاره د مشعل په جوړولو سره انتقالوی او د اور وړانګی خپروی . دغه راز نوموړی د روښانتيا ، زړه ورتيا او قدرت د نښی په توګه بلل کيږی .