<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-16 18:19:21    
څی دان يانګ جين او ددی تبتی چرګان .

cri

ميرمن څی دان يانګ جين چه سږ کال يو څلويښت کلنه ده او د تبت د خودمختاری سيمی د لاسا ښار د ګونګ بو جياګ دا ولسوالی د څونګ شا په کلی کښی ژوند کوی ، ددی دوه اولادونه په مدرسه کښی درس وايی او لومړی زوی يی په طبی پوهنځی کی درس وايی .دتبتی چرګانو د روزلو نه مخکښی دی او ميړه يی د دوو اولادونودپاره د تعليمی لکښتونو د ادا کولو طريقه نه درلوده ، دهر کال په می او جون کښی به يی ميړه د خپلو اولادونو په مشرۍ پر غره باندی يو ډول چينی بوټۍ راټولول او د بوټو د خرڅولوله لاری تر لاسه شوی پيسی به يی دخپلو اولادونو دپاره د تعليمی لګښتونو په توګه ادا کول او دکورنۍ ژوند به يی پری تيراوه .

په ٢٠٠٢ کال کښی د محلی حکومت په تشويق او مرسته څی دان يانګ جين د تبتی چرګانو په روزلو پيل وکړ ، هغی د پنځه سوو ژن مين بی يونو په واسطه چه د علاقه دارۍ د حکومت له خوا برابر شوی دی، په لس ګونه کوچنی چرګوړی راونيول او په دقت سره يی هغه وروزل ، چرګوړی ورو ورو لوی شول او اچول شوی هګی يی هم ورځ په ورځ زيات شوی ، په دغو دوو کالو کښی ددی کورنی د تبتی چرګانو او هګيو د خرڅولو له لاری څه د پاسه پنځه زره يونه لاس ته راوړلی دی ، ددوی ژوند هم ورځ په ورځ ښه شوی دی .

څی دان يانګ جين د څه د پاسه دوو سوو تبتی چرګانو د يادولو په وخت کښی

وويل چه د تبتی چرګانو د روزلو نه وروسته زمونږ د کور د ژوندانه سويه هم ډيره لوړه شوی ده ، مونږ د چرګانو او هګيو د خرڅولو له لاری زياتی پيسی لاس ته

راوړی دی او ژوند مو هم ورځ په ورځ ښه شوی دی .

د ګونګ بو جيانګ دا په ولسوالۍ کښی تبتی چرګان د تبت د لوړی په سيمه کښی ژوند کوی چه د بحر له سطحی څخه څه د پاسه دری زره ميتره لوړوالی لری ، که څه هم ددوی ونه کوچنی ده ، خو غوښه يی خوندوره ده، په وروستيو کلونو کی دغه ډول چرګان په ټول تبت کښی ډيرشهرت لری او د جاپان په بازار کښی پلورل کيږی او نرخونه يی هم ډير جګ د ی. يوازی په محلی ځای کښی د يو تبتی چرګ نرخ پنځوس يونه د ی.او د يوی دانی هګۍ نرخ يی يو يونه دی ، دتبتی چرګانو روزل په محلی ځای کښی دودی ښه راتلونکی لری . دمحلی ځای مامور ښاغلی يان دو سيانګ وويل ( اواز ) د بزګرو او مالدارانو د عايداتو د لوړتيا دپاره زمونږ د ګونګ بو جيانګ دا ولسوالۍ د روزلو چارو ته پراختيا ورکړی ده . يو يی د تبتی چرګانو روزل ا و بل يی په ګرين هوس کښی د سبزيو کرل دی . اوس مونږ په کامياب ډول د څونګ چينګ ښار يو شرکت انتقال کړی دی ، دوی دلته فابريکه جوړه کړی او له بزګرو څخه تبتی چرګان رانيسو ، بيا يی چمتو کوو او توليدات يی جاپان ته صادروو تير کال د نوموړی فابريکی د په کار لويدو په څو مياشتو کښی زمونږ د ولسوالی دپاره يی د يو لکو پنځه اويا زرو امريکايی ډالرو په اندازه عايدات تر لاسه کړی دی .

د ځونګ شا دعلاقه دارۍ مسول ګاو ګو څون زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه اوس ميرمن څی دان يانګ جين شتمنه شوی ده ، دعلاقه دارۍ حکومت هم چمتو

دی چه د لا زياتو بزګرانو ملاتړ وکړی څو چه دوی د تبتی چرګانو د روزلو پر شتمنی لاری باندی قدم ووهی ، د علاقه داری حکومت نه يوازی دوی ته پيسی برابروی

، بلکه په تخنيکی برخه کښی دوی ته مرستی ورکوی ،هغه وويل ( اواز ) زمونږ د ولسوالی زراعتی او مالداری اداره غواړی چه دوی ته مستقيمی تخنيکی مرستی ورکړی ، که ددوی له خوا روزل شوی چرګان په کومه ناروغی او يا وبايی ناروغۍاخته شی ، دوی کولی شی چه دغه حالت علاقه داری ته خبر ورکړی ، بيا مونږ دولسوالی دعلمی او تخنيکی څانګی له لاری د وقايی او تداوی دپاره فنی پرسونل هلته وروليږو .

په پای کښی څی دان يانګ جين زمونږ د خبريال سره د دخدای پامانۍ په وخت کښی هيله څرګنده کړه چه په راتلونکی وخت کښی به دتبتی چرګانو د روزلو فارم او د چمتو کولو فابريکه جوړه کړی او په پر له پسی ډول به د تبتی چرګانو دروزلو پيمانه پراخه کړی ، څو چه تبتی چرګان له تبت څخه نړی ته صادر شی . .