<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-16 18:45:03    
د خوب په نامه د چين د ډايف وهلو ټيم له سخت فشار او چلنج سره مخامخ دی .

cri

 لږه موده د مخه د لامبو وهلو سږني نړيوال چامپنشيپد کاناډا د مونتريال په ښار کي پاي ته ورسيد او د ډايف وهلو په مسابقه کی د چين ټيم په لسو لوبو کی پنځه طلايی مدالونه تر لاسه کړل چه د طلايی مدالونو د شمير له لحاظه يي لومړی مقام نيولی دی . په عمومی نظره د چين د ډايف وهلو ټيم چه تل د نړۍ په غښتلو ډلو پوری اړه لری او د خوب په نامه د ټيم شهرت يی ترلاسه کړی دی ، په نوموړی مسابقه کی لا هم ډير ښه موفقيتونه لاس ته راوړيدی ٠ مګر د چين د ډايف وهلو د ټيم د مشرې جو جی هونګ په نظر ، په نوموړی چامپنشيپ کی هغی او د چين د ډايف وهلو ټيم په بی ساری توګه دا احساسه کړی چه دنوروهيوادونو دزياتو ممتازو او غښتلو لوبغاړو څرګندونی دوی ته ډير سخت فشار رسولی دی ٠ د سپورت نړۍ په نننی پروګرام کی به تر دې عنوان لاندی تاسو ته يو مضمون وړاندی کړو چه د خوب په نامه د چين د ډايف وهلو ټيم له سخت فشار او چلنج سره مخامخ دی .

په سږنی چامپنشيپ کی د ښه موفقيتونو د تر لاسه کولو او د نويو لوبغاړو د روزلو د اهدافو د سرته رسولو په نظر کی نيولو سره چينی ټيم له زاړو او سابقه دارو ورزشکارانو نه پرته ، نوی لوبغاړی هم ورليږلی وو ٠ خو د مسابقو د نتيجو له نظره د نويو لوبغاړو موفقيتونه دومره ښه نه دی . مثلأ لوبغاړی خه چونګ چه د ښې نمرې د ګټلو امکان يی درلود ، د درو مترو په جګوالی د نارينه ؤ د ډايف کولو په يوه کسيزه لوبه کی يوازی برونزی مدال لاس ته راوړ . دغه راز ورزشکار يانګ

جينګ هوی د لسو مترو په لوړوالی د ډايف کولو په يوه نفری لوبه کی هم يوازی اووم

مقام ونيوه ٠

نوموړی مشرې جو جي هونګ وويل مونږ ځکه نوموړی چامپنشيپ ته نوی لوبغاړی ورليږلی چه مقصد يی د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د اولمپيک دسپورتی لوبو لپاره تياری نيول دی ٠ د اوسنيو حالاتو سره سم د يوی نوی او غوره لوبغاړی روزل د پخوا په نسبت ګران او مشکل ښکاری ، ځکه چه په نړۍ کی د مختلفو هيوادونو د ورزشکارانو سويه د لوړيدو په حال کی ده .

ميرمن جو جی هونګ زياته کړه چه له نوموړی چامپنشيپ څخه دا څرګنده شوی چه مختلف هيوادونه تر پخوا نه د ډايف کولو لوبو ته لا ډير اهميت او پاملرنه ورکوی ٠ په سږنی چامپنشيپ کی د کانادا په شمول د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو غښتلو ټيمونو د چينی ټيم د خوب د ماتولو لپاره ډير زياروايست ، په تيره بيا د کوربه هيواد کانادا ټيم دری طلايی مدالونه تر لاسه کړل ٠ د کانادا شل کلن ورزشکار اليکساندر ديسپاتی په جلا جلا توګه د يو او درو مترو په جګوالی په يوه نفری لوبه کی طلايی مدال لاس ته راوړ او د ډايف دوهلو په نړيواله ساحه کی د داسی نابغه او بااستعداده لوبغاړی په توګه چه د سلو کالو په اوږدو کی لږ ليدل کيږی ، منل شوی دی . ميرمن جو جی هونګ وويل رښتيا ده چه اليکساندر د ډايف وهلو په لوبو کی خپل ځانګړيتوب لری او يو نابغه ورزشکار دی . هغه په څو سياليو کی په ثابته توګه خپله لوړه ورزشی سويه او غوره مهارت څرګند کړ ٠ د دوو دورو د اولمپيک د سپورتی لوبو نه وروسته ېې د تخنيک ، مهارت او روحيات په برخو کی ځان ډيری پخی او لوړری مرحلی ته رسولی دی ٠

د کانادا نه پر ته د استراليا ، روسيی ، امريکی ، کيوبا او مکسيکو په ټيمونو کی هغه ځوان او غوره ورزشکاران چه ٢٠٠٨ کال به ددوی د سروزو عمر وبلل شی ، راپيدا شوی دی ٠ ويل کيږی چه د ډايف وهلو په لوبو کی داسی وضعيت رامنځته کيږی چه د نړۍ زيات غښتلی او تکړه ټيمونه د چين له ټيم سره شديده سيالی کوی ٠

د نوموړی چامپنشيپ په موده کی د لامبو وهلو په هکله بين المللی اتحاديی د ډايف کول د لوبو مقررات تعديل کړل او دا تر يوی اندازی پوری پر چينی ټيم باندی فشار زيات کړی دی ٠ د نويو مقرراتو له مخی به لومړی د ډايف وهلو د يوه کسيزه لوبه کی د ټاکلو حرکتونو سيالی لغوه شي ٠ جو جی هونګ وويل ، له دې امله چه چينی ټيم د ټاکلو حرکتونو په پخوانيو سياليو کی تل تفوق درلودل ، نو د نوموړی سيالی د لغوه کيدو نه وروسته به تر يوی اندازی پوری د چينی ټيم تفوق کم شي ٠ علاوه پر دې بين المللی اتحاديی د مسابقو په بهير کی د نمرو د حسابولو طريقی هم بدلی کړی دی او له دی امله به تر پخوا نه د لوبغاړو تر منځ سيالی لا نوره هم شديده او سخته شي ٠

د نوموړو يو لړ چلنجونو او فشارونو په وړاندی جو جی هونګ دا څرګنده کړه چه چينی ټيم يوازی په دی شرطه چه د ځانی ورزشی قوتونو د لوړولو او په تيره بيا د اړوندو حرکتونو او مهارتونو د غوره کولو لپاره به په پرله پسی ډول زبار وباسی ، د ډايف وهلو په نړيوالو لوبو کی د هميش لپاره پر نورو باندی غلبه وکولی شی .