<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-17 14:49:24    
د چينايانو تر پاملرنې لاندې پريښودل شوي جاپاني يتيمان

cri

څه د پاسه شپيتو کالو نه د مخه پر چين باندې د جاپاني تيري کوونکي جګړې په بهير کې چينايانو ته سخت غمونه او کړاونه رسول شوي ؤ ٠ په دي جګړه کې څه د پاسه پنځه ديرش مليونه تنه چيني عسکر او اوسيدونکي مړه او ټپيان شول ٠ په ١٩٤٥ کال کې په نوموړي جګړه کې جاپاني تيري کوونکو ماتې وخوړه٠ د جاپاني تيري کونکي فوځ د بيرته تيښتي په بهير کې څه د پاسه پنځه زره تنه جاپاني يتيمان په چين کې پاتي شول او هغوي د ډيرو مهربانو چينايانو د عطوفت لاندې ونيول شول او د چينيانو تر پاملرنې او ساتنې لاندې يي وده وکړه او لوي شول ٠ په دي هکله د احساساتو نه ډيرې ډکې کيسې اوريدل کيږي ٠

د جاپان ميرمن شيوبارا هاچومي اوس په توکيو کې اوسيږي او چيني نوم يي دو دونګ مي نوميږي ، پخوا په چين کې پريښودل شوي يوه يتيمه وه او د چيني پلار او مور تر پاملرنې او ساتنې لاندې لويه شوې ده ٠ د خپل چيني پلار او مور د يادولو په وخت کې هغې وويل چه پرته د زما چيني پلار او مور د ساتنې او پاملرنې نه زما ننني ورځ او کورني هم نه وه ، نو ځکه زه به هيڅکله دوي هير نه کړم ٠ د دوهمي عمومي جګړې په وخت کې ميرمن دو دونګ مي د جاپاني يتيمې په توګه په چين کې پاتي شوې وه ٠ شپيته کاله د مخه پر چين باندې د اوږدي مودي د اشغال له پاره جاپاني تيري کونکو پر چين باندې د تيري په عين وخت کې په ليوني توګه د چين اقتصادي شتمني تالا کړي چه په دي بهير کې زيات جاپانيان د چين د شمال ختيځې خوا د هي لونګ جيان ، جي لين او لياو نين ولايتونو ته مهاجر شوي ؤ ٠ د ميرمن دو دونګ مي پلار او مور له هماغو جاپانيانو څخه ؤ ٠ په ١٩٤٥ کار کې پر چين باندې د جاپاني تيري کونکي جګړې د ناکاميدو نه وروسته جاپاني فوځ د بيرته تيښتي په وخت کې په وحشيانه توګه د نوموړو مهاجرو ښځو او ماشومانو د وژلو په عملياتو لاس پور کړ ٠ د اړوندې اسنادو د احصايي له مخې په هغه وخت کې تقريبأ څه د پاسه پنځه زره تنه جاپاني يتيمان چه پلار او مور يي يا مړه شول او يا وتښتيدل ، د چين په نوموړو درو ولايتونو او د چين د مغولي قوم په خود مختاره سيمه کې پريښودل شول چه عمر يي له څو ورځو نه تر ديارلسو کالو پوري ؤ ٠

نوموړي يتيمان که څه هم د خپلو پلار ونو او ميندو له خوا پريښودل شوي ، خو د چين د محلي ځاي د چينايانو له خوا و منل شول او تر ساتنې او پاملرني لاندي راوړل شول ٠

د خواشيني وړ خبره دا ده چه په نوموړو چينايانو کې زياتره يي د جاپاني تيري کونکو تر سختې ځورونې او ځپنې لاندې ؤ ٠ دچين د اجتماعي علومو د اکاډمې په اړه د معاصرې زمانې د انستيټيوټ پروفسر ژونګ څاي مو وويل چه ځکه نوموړي جنګي بتيمان په چين کې ښه وده وکړه او ژوندي پاتي شول چه علت يي دا ؤ چه د دوي په نسبت د ا عمل د چين د حکومت له پاليسۍ سره نژدي اړيکې لري ٠ د جاپاني تيري په ضد د چين په مقاومتي جګړه کې چين ته د سر و مال سخت تاوانونه ورسول شول ٠ خو د چين حکومت د بشردوستۍ د اصولو سره سم د مادي لحاظه هغو چينايانو ته چه جاپاني يتيمان يي منلي ؤ ، مرستې برابرې کړي ٠ د جين دحکومت تر ملاتړي او د چيني پلرونو او ميندو تر پاملرنې لاندې نوموړي جاپاني يتيمان د مينې نه په ډک چاپيريال کې وده وکړه ، لوي شول او په کار کې و ګمارل شول او خپلې کورنې يي هم جوړي کړي ٠

په ١٩٧٢ کال کې د چين او جاپان تر منځ روابط عادي شوي او د دواړو هيوادونو ترمنځ غيرحکومتي تګ راتګ په پرله پسي توګه زيات شوي دي ٠ په دي بهير کې يو شمير جاپاني يتيمان د دوي خپلوانو له خوا وپيژندل شول او په وار سره بيرته جاپان ته ولاړل ٠ ميرمن هاتاياما اکيکو چه چيني نوم يي سون يان پينګ دي ، کله کله د خپل چيني پلار او مور سره د کتلو له پاره له جاپان نه چين ته راځي ، هغې خبريال ته وويل چه زما له پاره ما ته د اصلي مور څيره نه ښکاري ، خو د چيني مور څيره زما په دماغ کې تل څرګنده ده ٠ له نوموړ يتيمانو نه زياترو چين د اوسيدو خپل دايمي ځاي انتخاب کړي دي ٠ ميرمن وو يون چه جاپاني نوم يي تاچيبانا اکيمي دي ، د ډيرو جاپاني يتيمانو په شان دا نظر لري چه خپل ځان نيکمرغه ويني ، ځکه چين دوي ته رښتياني اهميت لرونکي پلار او مور او د کورني مينه ورکړيده ٠