<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-17 17:21:04    
د چين ځوان داوطلبان د لومړی ځل لپاره د خدمت په خطر افريقی ته ولاړل

cri

د اګيست په څلورمه نيټه د چين نورو دوولسو تنو ځوانو داوطلبانو له بيجينګ څخه حرکت وکړ او د داوطلبانه خدمت لپاره ايتيوپيا ته ولاړل او پوره شپږ مياشتی به هلته خدمت وکړي ٠ د چين د ځوانو داوطلبانو د ټولنی عمومی منشی وانګ شوی فنګ وويل چه د خارجی هيوادونو سره د مرستی لپاره ليږل شويو داوطلبانو د چين او خارجی هيوادونو تر منځ د دوستی د روابطو د ټينګيدو لپاره مثبت رول لوبولی دی ٠

په خارجی هيوادونو کی د چين د ځوان داوطلبانو خدمتی عمليات له ٢٠٠٢ کال څخه پيل شوی او له درو کلونو نه راهيسی چين په په وار سره لاوس ، ميانمر ، ټايلند او نورو هيوادونو ته نژدی سل تنه ځوان داوطلبان ليږلی دی ٠ نوموړی دوولس تنه داوطلبان به د ايتيوپيا په مرکز اديس ابابا کی نيم کال خدمت وکړي . ښاغلی وانګ شوی فنګ وويل چه داوطلبانه خدمتونه ډير اهميت لری ٠ داوطلبان د چين او خارجی هيوادونو تر منځ د دوستی نماينده ګان دی ، دوی چه هر چير ته ځی هلته د چين د خلکو دوستی رسوی ٠ له دغو خدمتونو څخه څرګنديږي چه چين د دوستو هيوادونو د انکشاف ملاتړ کوی او د خارجی هيوادونو سره ئی د مرستی نوی لار نيولی ده ٠

د نوموړو دوولسو تنو داوطلبانو د علنی راغونډيدو او جدی انتخابيدو له لاری حيثيت لاس ته راوړيدی ٠ اکثر داوطلبان د ليسانس څخه لوړ ته ديپلوم تر لاسه کړی او ځينی ئی تل په تدريسی کارونو لاس پوری کړی دی پدی ډول هغوی زياتی تجربی لری ، څو څو تنه ئی د مخابراتی تخنيک او د چينی عنعنوی طب او د هيدروکاربن ګاز د استخراج او استفادی د تخنيک په برخه کی پوره پوهه لری ٠ دوی به په

ايتيوپيا کی د داوطلبانه خدمت په موده کی محلی خلکو ته د چينی ژبی ، چينی عنعنوی طب او سپورت په برخو کی لکچر ورکړي او د هيدروکاربن ګاز پروژی او د مخابراتی تخنيک به ترويج کړي ٠

دوه يشت کلنه ليو ځه جينګ سږ کال د سی چوان د کرنی له پوهنتون څخه فارغ شويده او د هيدروکاربن ګاز د استعمالولو په تخنيک ډيره پوهيږي ٠ هغی خبريال ته وويل چه زه له خپلی پوهی څخه د استفادی سره د ايتيوپيا خلکو ته د خدمت په مناسبت ډيره ځوشحاله يم ٠ هغی وويل چه ايتيوپيا يو داسی هيواد دی چه زراعتی او مالداری چاری ئی پرمختللی دی او د څارويو شمير ئی په افريقی کی لومړی مقام نيسي ٠ د هيدروکابن ګاز اصلی مواد د څاروو د فضله مواد د خيمره کيدو نه وروسته رامنځته کيږي ٠ دغه تخنيک به نه يوازی د محلی سيمو د چاپريال د ښه والی لپاره ګټور وي بلکی د انرژی د مسئلی د حل وفصل دپاره به له محلی خلکو سره مرسته وکړي او د اقتصاد د دوامدار انکشاف لپاره به مهم رول ولوبوي ٠

په چين کی د ايتيوپيا د لوی سفارت استازې ميرمن سيلاماويت علی په ځانګړی توګه د ځوانو داوطلبانو سره د خدای پامانی لپاره د الوتکی ميدان ته تللی وه ٠ هغی وويل چه زمونږ هيواد په نړۍ کی له هغو هيوادونو څخه شميرل کيږی چه پرمختللی نه دی ، مونږ ډير خوښ احساسوو چه د چين ځوان داوطلبان به زمونږی هيواد ته پرمختللی تخنيک ، اداری تجربی او نوی نظريات ورسوي ٠ د چين او ايتيوپيا تر منځ ښه عنعنوی دوستی شته ، هيله لرم چه د چين د ځوانو داوطلبانو د خدمتونو له لاری به د دواړو هيوادونو تر منځ دوستی لا نوره هم رانژدی شي ٠

د چين د کمونستی زلميانو اتحاديی د مرکز په اړه د ځوانو داوطلبانو د چارو د

څانګی د مشر وانګ شوی فنګ په قول دا لومړی ځل دی چه د چين ځوان داوطلبان افريقا ته د خدمت لپاره ځی او د دوی دا عمل به د چين او افريقايی هيوادونو د دوستی په ټينګښت کی ستر رول ولوبوي ٠