د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د خپلواکو هيوادونو د اتحاد په اړه د ترهګرۍ په ضد د مرکز مشر ډګر جنرال بوريس ميلنيکوف د اګيسټ په ١٧ نيټه وويل ، د منځنی اسيا د هيوادونو په وړاندی ډير سخت تروريستی تهديد له افغانستان څخه راځی .
نوموړی جنرال په همدی ورځ د قزاقستان په بندری ښار اکتاو کی د خپلواکو هيوادونو د اتحاد د غړو هيوادونو په اړه د ترهګری په ضد د نظامی قواؤ د قوماندانانو په غونډه کی نوموړی مطالب څرګند کړل . هغه زياته کړه چه که څه هم زمونږ اتحاد د القاعدی او طالبانو په ضد سخت تدبيرونه نيولی ،خو راپاتی شوی غړی يی لا هم په افغانستان کی فعاليتونه کوی . دغه راز د افغانستان د اوضاعو ناثابتوالی د منځنی اسيا د هيوادونو امنيت هم سخت تهديدوی .