د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی په افغانستان کی د طالبانو نطاق عبدالطيف حکيمی د اګيست په اوه لسمه نيټه دا خبر تصديق کړ چی طالبانو په همدې ورځ د افغانستان د زابل ولايت د شاجوی په سيمه کی تښتول شوی لبنانی انجنير صاف الدين محمد رضا خوشی کړيدی. محمد رضا د اګيست په څوارلسمه نيټه د افغانستان په جنوب کی تښتول شوی و. د ترکيې ساختمانی شرکت چی هغه پکی کار کوی، اوس په افغانستان کی د امريکې له خوا د برابرې شوې پانګې سره سم د يوې لارې په جوړېدو بوخت دی. مخکی له دې نه طالبانو ويلي و چی دوی به نوموړی لبنانی انجنير ووژی.
|