<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-18 18:15:59    
د افغانستان د ملی خپلواکۍ په مناسبت په چين کی د افغانستان لوی سفير له چينی خبريال سره ځانګړی مرکه

cri

نطاق _ ګرانو اوريدونکو ، د اګيست ١٩ نيټه دچين د دوست ګاوندی هيواد - افغانستان د ملی خپلواکی د ګټلو له ٨٦ می کاليزی سره مصادفه ده . ددی وياړ نه ډکی او بختوری ورځی د رارسيدو نه مخکی په چين کی د افغانستان د اسلامی جمهوريت لوی سفير داکترقيام الدين راعی برلاس زمونږ د پښتو خپرونی له خبريال سره ځانګړی مرکه وکړه . د مرکی په پيل کی ښاغلی سفير وويل :

( د سفير وينا )

نطاق _ ښاغلی لوی سفير لومړی په لنډه توګه د افغان خلکو لخوا د ملی خپلواکی د ګټلو بهير ته را ياده کړه .

په ټول تاريخ کی د افغانستان خلکو په ثبوت رسولی چه ازاد ژوند يی لهبل هر ځه نه ور ته ارزشت لری .

د نړۍ ډير زيات هيوادونه د افغانستان د تصرف په فکر ؤ او ډيری زياتی حملی يی په افغانستان وکړی خو په نتيجه کی ماته ، او سرکوزی يی په نصيب شوه او په ډير بد وضعيت له افغانستان نه وواته .

د افغانستان د خلکو د دفاع بهير له وطنه او استقلال نه ډير زيات طولانی او وژود تاريخ لری ، د بيلګی په توګه يو ژوندی مثال يی دخلکو دفاع له وطنه په مقابل د روسانو چه په افغانستان يی نظامی حمله کړې وه او افغانانو پر تش لاس د نړۍ ستر نظامی قوت سره يی مقابله وکړه او په سل هاو زرو قربانيو بر سيره د خپل وطن استقلال او ازادی نه يی ساتنه وکړه . او د افغانستان د خاورې د شمنان يی په ډيره بی شرمی له خپلې خاورې و ايستل .

نطاق _ د چين او افغانستان ترمنځ د دوستانه راتګ راتګ د ذکرولو په ترڅ کی ښاغلی لوی سفير وويل __

١- افغانستان او د چين جمهوريت ډيری تاريخی اړيکې لری ، دواړه هيوادونه مشترک سرحد لری ، افغانستان د لمړنيو هيوادو په قطار کی راځی چه چين جمهوريت يی په سنه نولس سوه پنحوسم کال کی په رسميت وپيژاند ، او له هغه وروسته د لازياتی دوستی او همکاری په هيله ډيری زياتی مهاهدی او تړونونه د دواړو ملکونو ترمنځ لاسليک شوی دی . چه ياد دول يی دلته زيات وخت نی سی .

٢- کله چه افغانستان د طالبانو نه ازاد شو دنړۍ ډير و هيوادو د افغانستان د بيا رغونې او د بيا دوانولو لپاره لاسونه راوژده کړه چه يو له هغو هيوادونو نه د چين جمهوريت دی .

٣-دتوکيو ښار په غونډه کی د چين هيواد ژمنه وکړه چه د افغانستان د بيا رغونې لپاره يو سلو پنځوس مليونه دالره مرسته وکړې او وروسته له هغه دچين جمهوريت ، د جمهوريت روغتون د بيا دوانولو او د پروان د ابو لګولو پروژې کار له سرنه پيل کړ او نژدی دی چه کار يی تمام شی .

وروسته له هغه د شاغلی شهرانی په رياست يو لوړ پوړی هيئت د چين جمهوريت ته سفر وکړ چه ډير زياد ګټور ؤ چه په لاندی ډول ځينی ټکی ياد ولای شو .

لومړی ، د بيجينګ پوهنتون او د کابل پوهنتون ترمنځ د مناسباتو او همکاری ايجادول .

دوهم ، ددواړو هيوادو ترمنځ د دوستی انجمن تاسيس ول .

دريم ، د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکو لپاره د تريننګ زمينه برابره ول چه له نيکه مرغه او دوهم کال دی چه د بهرنيو چارو وزارت ځوان دپلماتان د تريننګ لپاره بيجينګ ښار ته راځی او زده کړه کوی .

څلورم ، د فرهنګی په باره کی ويلای شو چه د چين جمهوريت له پخوا افغانستان سره خپل فرهنګی روابط ساتلی او زمونږ ډير زيات زده کونکی يی روزلی او سږ کال يی هم ديارلس بورسه د کابل پوهنتون ته ورکړه چه دير زر به دغه ځوان زوه کوونکی چين ته راورسيږی .

نطاق _ ښاغلی لوی سفير د خپلی مرکی په ترڅ کی د افغانستان د بيا رغاونی په بهير کی د چين مثبت رول وستايه او و يی ويل _

همدارنګه ويلای شو چه د چين تا جران او پانګه اچونکې په خصوصی برخه کی ډير زياد علاقه مند دی چه افغانستان ته لاړ شی او تللی هم دی او په زياتو بر خوکشی له افغانانو سره يو ځای پانګه اچولی او په کار يی پيل کړی ، د بيلګی په توګه چينايانو د ساختمانی په پرخه کی ډير زياد سهم ادا کړيدی .

نطاق _ محترم سفير خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يی ويل

( د سفير وينا )

درنو اوريدونکو ، د دی پروګرام په پای کی د افغانستان په ستاينه ډيره خوږه پخوانی سندره تاسو ته وړاندی کړو