د چين د بين المللی راډيو د خبريال دخبر له مخی ، د بيجينګ د ښار د عامه امنيت لوی مدير د اګيسټ په ١٨ نيټه په بيجينګ کی د سی ار ای راډيو له خبريال سره د مرکی په ترڅ کی څرګنده کړه چه د بيجينګ د پوليسو مقامات به د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو د امنيت تامين د خپلوراتلونکو څو کارونو د عمده هدف په توګه وټاکی .
د معلوماتو له مخی ، د بيجينګ د پوليسو مقامات اوس دنوموړی هدف د سرته رسولو لپاره د بين المللی تبادلی او همکاری په پياوړتيا بوخت دی . نه يوازی يی د پوليسو د چارو په اړه څو نړيوالی غونډی جوړی کړی ، بلکی څو څو واره د اړوندو تجربو د تبادلی لپاره نورو هيوادونو ته لاړل او په بيجينګ کی د څارنی او پلټنی لپاره يی د بهرنيو هيوادونو اړوندو کارپوهانو ته هم بلنی ورکړی دی .