کابل
د افغانستان د اسلامی جمهوريت رييس
جلالتماب حامد کرزی :
د افغانستان د ملی خپلواکی د ٨٦می کاليزی په نيکه او بختوره موقع کی زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او د ځان لخوا جلالتماب ته او د جلالتمات له لاری د افغانستان حکومت او وګړو ته توده مبارکی وايم او نيکی هيلی څرګندوم .
د ډيرو کلونو راهيسی زيارکښو او زړه ورو افغان خلکو د ملی خپلواکی د ګټلو ، د ملی حاکميت د ساتلو او د اقتصادی ودې د پرمخبيولو لپاره نه ستومانه کيدونکی کوښښونه کړی دی . په تيره بيا د وروستيو کلونو راهيسی افغانستان د هيواد د سوله ايز بهير او د جګړی نه وروسته د بيا رغاونی په لاره کی مثبت ګامونه اخيستی او د خلکو د ژوندانه سويه يی په پرله پسی توګه لوړه کړی ده . زه باور لرم چه افغانستان به د جلالتماب تر لارښوونی لاندی او د افغان خلکو او بين المللی ټولنی د ګډو هلوځلو له لاری د سولی ، ثبات ، ترقی او سوکالی په لوری لا لوی ګامونه واخلی .
روان کال د چين او افغانستان ترمنځ د سياسی روابطو د ټينګيدو ٥٠ مه کاليزه ده . د نيمی پيړۍ راهيسی د دواړو هيوادونو روابطو په ثابت ډول انکشاف
موندلی او د خلکو ترمنځ عنعنوی دوستی په پر له پسی توګه ژوره شوی ده . د چين حکومت له افغانستان سره د نيک ګاونديتوب او دوستی ټينګتيا او پياوړتيا ته ډير اهميت ورکوی او غواړی چه د چين او افغانستان د روابطو د لا ښايسته راتلونکی د رامنځ ته کيدو لپاره له افغانستان سره ګډه هڅه وکړی .
هيله ده چه افغانستان سمسور او او خلک يی نيکمرغه شی !
د جلالتماب روغتيا ،سلامتيا او په کار کی برياليتوب غواړم .
د چين د ولسی جمهوريت رييس هو جين تاو
د ٢٠٠٥ کال د اګيسټ ١٩ نيټه بيجينګ