کابل
د افغانستان د اسلامی جمهوريت خارجه وزير
جلالتماب عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملی خپلواکی د ٨٦می کاليزی په موقع کی تاسو جلالتماب ته توده مبارکی وايم .
د چين او افغانستان ترمنځ د سياسی روابطو د قايميدو د ٥٠ کالو راهيسی د دواړو هيوادونو ترمنځ د عنعنوی دوستانه روابط د انکشاف په حال کی دی او په بيلا بيلو ساحو کی دواړو هيوادونو ترمنځ تګ راتګ او همکاری ورځ په ورځ نژدی کيږی . د چين حکومت له افغانستان سره ددوستی ټينګتيا ته ډير اهميت ورکوی او په مداومه او ټينګه توګه به د افغانستان د سوله ايز بهير ملاتړ وکړی او پکی به فعاله برخه واخلی . په ټولو ساحو کی د باهمی ګټو پر بنا د چين او افغانستان د دوستی او همکاری پراختيا د دواړو هيوادونو له اساسی منافعو سره سمون خوری او د سيمی د سولی ، ترقی او سوکالی لپاره به هم ګټوره وی . زه غواړم چه له جلالتماب سره يو ځای دچين او افغانستان ترمنځ د عنعنوی دوستی او همکاری د پياوړتيا لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړم .
د جلالتماب روغتيا او د افغانستان د سوکالی او سعادتمنی زما نيکی هيلی دي .
د چين د ولسی جمهوريت خارجه وزير لی جاو شينګ
د ٢٠٠٥ کال د اګيسټ ١٩ نيټه بيجينګ