
د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د افغانستان لوی سفارت د اګيسټ په ١٩ نيټه په بيجينګ کی د افغانستان د ملی خپلواکی د ٨٦ می کاليزی د نمانځنی لپاره ميلمستيا جوړه کړه .
په نوموړی ميلمستيا کی د افغانستان د لوی سفير داکتر قيام الدين راعی برلاس ، د چين د خارجه وزير د مرستيال شنګ ګو فانګ نه پرته ، په چين کی د مختلفو هيوادونو لويو سفيرانو او نورو ديپلوماتانو او دوستانه شخصيتونو او ځينو صنعتګرانو چه شمير يی له سلو نه زيات ؤ ، هم ګډون درلوده .