<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-19 20:20:42    
د ٢٠٠٥ کال د کارتون او کاريکاتور د اثارونو نندارتون

cri

 په نژديو کلونو کی د چين د کارتون فلم د جوړولو او د کاريکاتور د کښلو چارو ورځ په ورځ پرمختګ کړيدی ، د چين په مختلفو سيمو کی د کارتون او کاريکاتور د اثارونو بيلا بيل نندارتونونه جوړ شويدی ٠ د ٢٠٠٥ کال د اګيست په څلورمه نيټه د دغه اثارو په باب اوه ورځنی نندارتون د بيجينګ په نظامی موزيم کی پرانستل شو ٠ دغه نندارتون د چين د تصديو د کلتوری ټولنی ، د کلتور د وزارت په اړه د مهاجرينو د اتحاديی ، د کمپيوتری لوبو د هنری ټولنی او د نورو يونټونو لخوا جوړ شو او د بيجينګ د کارتون د کلتور په باب د پخوانيو فعالياتونو په نسبت ډير لوی نندارتون وبلل کيږی ٠ په نوموړی نندارتون کی د کارتون او کاريکاتور د اثارو پر اساس د کمپيوتری لوبی هم تر سره شوی ٠ د هنر او کلتور په نامه نننی پروګرام کی به تر دی عنوان لاندی تاسو ته يو مضمون وړاندوی کړو چه عنوان ئی دی د ٢٠٠٥ کال د چين د کارتون او کاريکاتور د اثارو نندارتون ٠

کله چه خبريال نظامی موزيم ته ننوت ، و ئی ليدل چه هر ځای له جم وجوش څخه ډک دی او د نندارتون کارکوونکو او داوطلبانو په داسی حال کی چه د کارتون په کمپيوتری لوبو کی ئی د تمثيل کالی اغوستی او ډول ډول د مبالغی نه ډکه حرکتونه ئی کول ، زيات شمير ليدونکی د عکس اخيستلو او د لوبی سامانونو په اخيستلو بوخت ؤ ٠ د دغه نندارتون مسئولی ليو جينګ خبريال ته وويل چه

کوربه يونټونه د کارتون او کاريکاتور د اثارو د نندارتون د بريالی جوړيدو لپاره کوشش کړی او کوی ئی ٠

د نندارتون د پرانستلو نه راهيسی ډيرو نندارچيانو له نوموړی نندارتون څخه ليدنه کړی او دوی له دی نندارتون څخه زيات خوند احيستی دی ٠ د نندارتون عمده موضوع دا ده چه د کارتون هنر خلکو ته خوښی رسوی ٠ کوربه يونټونه هيله لری چه د نندارتون له لاری د چين د کارتون او کاريکاتور چاری سمسوری شی او د پرمختللی تجارتی شکل او راتلونکی تمايل په باب څيړنه تر سره شي ٠

مسئولی ليو جينګ زياته کړه چه 

له پخوانيو نندارتونونو سره د نوموړی د نندارتون توپير دا دی چه د کمپيوتری لوبو ته پکی ځای ورکړ شويدی او دا يوه لويه أزموينه ده ، ليدونکی نه يوازی د کارتون او کاريکاتور په باب ښه اثار له نژدی ليدلی ، بلکی کمپيوتری لوبی تر سره کولای شی ٠ په چين کی د کمپيوتری لوبو چاری په نژديو کلونو کی د چټک انکشاف په حال کی دی او زيات شمير خلک له دغو لوبو سره ډيره مينه لری ، نو د کمپيوتری لوبو لپاره د سوفت وير جوړونه اختراعات او خدمتی چاری د عايدات د زياتی ګټی تر لاسه کوی .

د کارتون او کاريکاتور چاری په چين کی پراخ بازار او ښه راتلونکی لری ٠ د چين حکومت هم د دغو چارو ودې ته زيات اهميت او پاملرنه ورکوی او په فعاله توګه د کارتون د جوړيدو د کارکوونکو لارښوونه او له دوی سره مرسته کوی څو چه په چين کی د کارتون چاری ښه وده وکړي ٠ د چين د کلتور وزارت او د انفرميشن د صنعت وزارت به هم د کارتون د کارونو په باب ځانګړی څانګی جوړی کړي او د کارتون د چارو د راتلونکی انکشاف په باب به يو لړ پلان طرح کړي ٠ د چين کارتون په نامه د يوی مجلی مسئول وويل 

پخوا د چين د کارتون چاری د خارجی هيوادونو په نسبت ډيری وروسته پاتی وې ،

خو په نژديو کلونو کی زمونږ د کارتون د مجلو د خرڅلاو شمير ډير زيات شويدی ٠

د دغه نندارتون په موده کی د يو لړ فعاليتونو له لاری د کارتون او کاريکاتور ښه اثار ځوانانو او ماشومانو ته برابر شوی دی ٠ څرنګه چه دغه نندارتون د زده کوونکو د دوبنی رخصتۍ په موده کی تر پرانستل شوی ، نو د رخصتيو په دغه فارغ وخت کی ورڅخه ښه خوند اخستلی شی ٠ يو ليدونکی په خوښی سره خبريال ته وويل

زه له دغه نندارتون سره ډيره مينه لرم ، د کارتون په فلم کی د رول د تقليد نندارې هم ښکلی او جالبې دی ، د چين د کارتون او کاريکاتور چاری د پخوا په نسبت د چټک پرمختګ په حال کی دی ٠

د کارتون او کاريکاتور اثار ځانګړی هنری شکل لری او ستر بازار هم لری٠ په چين کی زيات شمير ځوانان او ماشومان له کارتونی فلمونو او کاريکاتور سره ډيره علاقه لری او دغه چاری په فارغ وخت کی د دوی په کلتوری ژوند کی يوه مهمه برخه نيسي ٠

د کارتون او کاريکارتور د اثارو نندارتون پای ته ورسيد ، خو مونږ هيله لرو چه د کارتون او کاريکاتور دغه هنر به حتمأ په چين کی دايمی انکشاف ومومي ٠