<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-20 18:13:03    
د چين عنعنوي خواړه جياو ځه او يوان سياو

cri

د چين د عنعنوي جنترۍ له مخې هرکال د جنوري په لومړې نيټه د چين د پسرلني جشن او د جنوري پنځلسمه نيټه د يوان سياو جشن دي ٠ په پسرلني جشن کې د عنعناتو له مخې خلک بايد د جياو ځه په نامه خواړه و خوري او د يوان سياو په نامه جشن کې خلک عمومأ يوان سياو خوري ٠ دغه دواړه خواړه د چين خاص عنعنوي خواړه ګڼل کيږي ٠

جياو ځه يا يو ډول بولاني د چين د وګړو په تيره بيا د شمالي چين د خلکو يوه ډيره ښکلي او خوندوره غذا ګڼل کيږي ٠ په چين کې هرکال د پسرلني جشن په ورځ کې په هره کورني کې جياو ځه د ډوډۍ پر ميز باندې ډير مهم ځاي نيسي ، خصوصأ د شمالي چين په کليو کې د دي جشن د رارسيدو د لومړي ورځي په سهار کې د هرې کورنې ټول غړي دي سره يو ځاي جياو ځه جوړوي او د پخولو نه وروسته يي سره يو ځاي خوري ٠ نو تر يوي اندازي پورې ويل کيږي چين جياو ځه د پسرلني جشن نښه ګڼي ٠ جياو ځه ځګه په چين کې ډير رواج لري ، يو مهم علت يي دا دي چه په چين کې د جياو ځه په نامه خوراک لرغوني تاريخ لري ٠ د معلوماتو له مخې د چين په تاريخ کې هان د درو سلطنتو په دوره کې ( له ٢٢٠ تر ٢٨٠ مسيحي کلونو پوري د جياو ځه ذکر د ( واي ) د سلطنت ليکوالانو په خپلو کتابونو کې کړي دي ٠ په ١٩٦٨ کال کې کله چه خلکو د ټان د کهول قبر کينده ، نو هغو په پخوانيو اثارو کې جياو ځه لاس ته راوړل ٠ د هغه وخت د جياو ځه شکل د ننني شکل په شان وو ٠ جياو ځه لکه بلاني د اوړو نه تياريږي او په منځ کې يي نور شيان هم وي ٠ منځ شيان يي څو ډولونه لري ، کيداي شي چه په منځ کې د بيلا بيلې غوښې ، بادرنګ ، کب ، پوذکي ، سره بانجن او هر قسم سابه وي ٠ دا هم کيداي شي چه په منځ کې يي هر ډول شيان وي ٠ جوزه پر نرم اور باندې ايشول کيږي يا توديږي ، نو دا ډول جياو ځه خوندور او غذايي معيار يي لوړ دي ٠ دغه راز جياو ځه ډول ډول پخيداي شي ، عمومأ خلک په ايشول شويو اوبو کې جياو ځه پخوي ، نو هغه ايشول شوي جياو ځه بلل کيږي چه دغه ډول جياو ځه د هر چا له پاره خوښ دي ٠ که په هر کاره کې سور شي بيا يي سره شوي چياو ځه بولي ٠ چينايان جياو ځه خواړه نيکمرغه خواړه ګڼي ٠ ځکه جياو ځه د پخواني چين د سره او سپين زرو د شمش شکل په شان دي ٠ نو جياو ځه د وګړو په منځ کې د شتمنۍ او نيکمرغۍ نښه بلل کيږي ٠ د عنعناتو له مخې نه يوازي په پسرلني جشن کې جياو ځه خوړل کيږي بلکه په عادي ورځو کې ډير خلک هم عادت له لري چه په کورنې ميلمستيا کې د ميلمنو له پاره جياو ځه تيار کړي ٠

د يوان سياو په نامه خواړه هم د جياو ځه په شان يو ه ډوله عنعنوي نيکمرغه خواړه ده ٠ د چين د عنعنوي جنترۍ له مخې هر کال دجنوري پنځلسمه نيټه د يوان سياو جشن دي ٠ په چين کې دغه جشن څه د پاسه دوه زره کلن تاريخ لري ٠ په دي جشن کې چينايان عمومأ د خپل کور د دروازې په باسني برخه کې سور رنګه فانوس ځوړندوي او د يوان سياو خواړه خوري ٠ د يوان سياو د جوړونې له پاره بايد د چسبناکې وريجيو پوډر ، د وچيو ميوو او بوره تيار وي ٠ عمومأ نوموړي پوډر په ډوډي جوړوي او بيا به په يوه يوه بولاني جوړ کي ، وروسته به ميده شوي وچې ميوې او بوره سره يو ځاي په نوموړي بولاني کې راتاووي شي او په يو يو کوچيني دايروي شکل يي جوړوي ، بيا يي په ايشول شويو اوبو کې پخوي ٠ له دي امله چه يوان سيان دايوري شکل او ډيره خوږه خوند لر ي ، نو دغه خواړه د کورني د يووالي او نيکمرغۍ نښه ګڼل کيږي ٠

يوان سياو په چين کې په عمده توګه د چين د جنوبي خوا او شمالي خوا دوه ډول ويشل شوي دي چه په دي هکله په جنوبي خوا کې يوان سياو ته تانګ يوان وايي ٠ مثلأ د چين د نين بو ښار او د سه چوان د ولايت تانګ يوان ډير شهرت موندلي دي او په چين کې د يوان سياو په بازار کې ډير مهم مقام يي نيولي دي ٠ په چين کې يوان سياو هم د ښې تحفي په توګه د خلکو په منځ کې تري استفاده کيږي ٠ دغه راز د چين په پراخو کليو کې هم دا سي رواج ساتل شوي چه په نوموړي جشن کې يوان سياو مړو ته د درناوي له خاطر ځيراتوي ٠