د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اګيست په يوويشتمه نيټه په افغانستان کی د امريکايی سفارت د يوه مامور په قول په همدې ورځ دوه کارکوونکي د کابل په شاوخوا کی د بم له چاودنې سره مخامخ شول او له دې امله ټپيان شول. خو تفصيلات يی نه دې څرګند شويدي. معلوم نه دی چی نوی امريکايی سفير رونالد نيومن ټپی شوی که نه. امريکا د دې پېښې په تحقيقات لاس پوری کړيدي او اوس هېڅ سازمان نه دی ويلی چی د نوموړي پېښې مسؤليت په غاړه لری. د افغانستان د داخلی چارو د وزارت د يوه مامور په قول چاودنه له کابل څخه پغمان ته په لاره کی پېښه شوه.
|