<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-22 16:46:18    
د چين د شخصی صنعتګار اين مين شان

cri

ګرانو دوستانو ،په نننی پروګرام کی به دچين د شخصی صنعتګار اين مين شان په باب معلومات تاسو ته وړاندی کړو

ژديو کلونو نه راهيسی د چين د شخصی اقتصاد انکشاف ورځ په ورځ چټک شوی دی چی په دی اثر زيات بريالی صنعتګاران رامنځته شوی دی چی په دی جمله کی يوتن مشهور دی .پخوا هغه ښوونکی ،خبريال ،اديتر او د دولتی تصدی عمومی مدير و .کله چی هغه ٥٤ کلن و د موترسيکلونو د تصدۍ د جوړيدو دپاره د ٢ سوو ژن مين بی يونو پانګه واچوه .د څه دپاسه لسو کلونو د انکشاف نه وروسته هر کال د ده په تصدۍ کی د موترسيکلونو ٢ مليونو انجنونه چی د امتيازی حقوق لری ،جوړيږی او د نوموړی تصدۍ د هر کال صادراتی ارزښت ٢سوو مليونو امريکايی دالرو ته رسيږی .دا صنعتګار د لی فان په نامه د چين د چونګ چين د موتر سيکلونو د ډلی عمومی مدير ښاغلی اين مين شان دی . د خپل تصدۍ د انکشافی حالت په هکله د يادونی په ترڅ کی هغه وويل (اواز.............................)وړم کال زه امريکی ته ولاړ شو ،يو امريکی صنعتګار له ما سره پوښتنه وکړه چی ستا تصدۍ څومره موترسيکلونه جوړيږی ؟زه هغه ته ځواب ور کړ چی هر کال په زمونږ تصدۍ کی ٢ مليونه ٥ سوه موترسيکلونه توليديږی چی دا رقم د همداشان تصديو په نسبت لومړی مقام نيولی دی او هر کال د موترسيکلونو ١ مليونه انجنونه بيلا بيلو هيوادونو ته صادريږی ؛

اوس د نوموړی ډلی موترسيکلونه او د موتر سيکلونو انجنونه د جنوب ختيځی اسيا ،لويديځی اسيا ،اروپايی اتحاد ،افريقی او جنوبی امريکی په شمول سلو هيوادونو او سيمو ته صادريږی .په ٢٠٠٤ کال کی د نوموړی ډلی د موترسيکلونو انجنونو د پلورلو شمير ،د صادراتو له لاری د اخيستلو پيسی او د امتياز لرونکی شمير د چين د همدغه شان تصديو نه مخکی دی .

خبريال د ويتنام او فليپين په شمول په جنوب ختيځ هيوادونو کی وکوت چی د لی فان مارک د نوموړو هيوادونو د مصرفوونکو د اعتماد وړ مارک ګرځيدلی دی .په ويتنام کی د لی فان د موترسيکلونو د يوی مغازی خاوندميرمين روان چين چين وويل چی د نوموړی مارک موترسيکلونه په محلی سيمه کی ښه بازار لری . (اواز................)نوموړی ډله په فوری توګه مشتريانو ته د موترسيکلونو د تاوان پرزو پر ځای نوی پرزی ور کوی او د موترسيکلونو د ساتنی دپاره مشتريانوته لازم خدمتونه برابروی ،له دی نه علاوه د موترسيکلونو د پلورلو دپاره زيات فعاليتونه ترتيب شوی دی .؛

د ويتنام په بازار کی نوموړی ډله د بيی د امتيازونو څخه د استعمالولو په عين وخت کی د پلورلو د ځانګړی لارو چارو په لټولو سره د خپل مارک منلی ساحی پراخی کړی دی .

په ٢٠٠٣ کال کی اين مين شان افريقايی بازارونوته زيات پام اړولی دی او په کرد نايجريا کی د هغه سفر په اثر چی د نوموړی ډلی له خوا پانګه اڅول شوی دی د نايجريا عام خلک له د نوموړی مارک د موترسيکلونو سره بلدتيا لری او اوس نايجريا د نوموړی موترسيکلونو لومړنی وارداتی هيواد دی . نه يوازی د نايجريا عام خلک دنوموړی مارک له موترسيکلونو څخه خوښی څرګنده کړه او په چين کی د نايجريا سفير ښاغلی جوناسان الوال کوکر هم له نوموړی سيکلونو سره علاقه لری (اواز.............................) د نايجريا او چين ترمنځ همکاری په تيره بيا د موترسيکلونو د جوړولو په ساحه کی په پر له پسی توګه انکشاف تر لاسه کړی دی.مونږ هيله لرو چی د نايجريا د انکشاف په اثر د نايجريا او چين ترمنځ د دوستی او همکاری انکشاف پرولاړ شی .

اوس نوموړی ډله په خارجی هيوادونو کی د نايجريا ،فليپين ،ويتنام ،ايران او اندونيزيا په شمول ٥ ثابت بازارونه لری او په نوموړی هيوادونو کی د پلورلو ارزښت له ١٠ مليونو امريکايی دالرو نه اوښتی دی .مګر عمومی مدير اين مين شان لا زيات لوی هدف لری .هغه خبريال ته وويل چی سږ کال اروپايی او امريکايی بازارونه د ده ډلی عمده هدفونه دی تر څو هغه هدف تر سره شی چی د لی فان مارک بيلا بيلو هيوادونوته پراخ شی .

اين مين شان وويل چی د نژديو کلونو نه راهيسی د چين حکومت د غير دولتی اقتصاد د انکشاف دپاره ښه شرايط برابر کړی دی ،نو په دی وجه د شخصی تصديو شمير په څټکه توګه زياتوالی موندلی دی .هغه دا نظر لری چی که چينی شخصی تصدۍ غواړی چی خپل لازيات پرمختګ تر لاسه شی دوی بايد په پرمختللی هيوادونو کی له شرکتونو څخه د اداری تجربی د زده کړه کولو په عين وخت کی د خپلو هيواونو مشخصات په ژوره توګه وڅيړوی او خپلو ځانګړی امتيازونو ته په درنه سترګه وګوری.