<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-23 14:52:10    
د نړۍ د محصلينو په سپورتی لوبو کی د جمناستيک د مسابقو په باب څه معلومات

cri

د محصلينو د درويشتمه دورې لس ورځنی نړيوالی سپورتی لوبی د ٢٠٠٥ کال د اګيست په يوولسمه نيټه د ترکيی د ازمير په ښار کی پرانستلی شوی او د پرانستلو مراسمو څخه د ترکيی عنعنوی تاريخ او کلتور ښکاره کيده چه د نړۍ د يو سلو اويا هيوادونو او سيمو نژدی لس زر تنه ورزشکارانو پکی ګډون کړی ؤ ٠

په نوموړو سپورتی لوبو کی د جمناستيک مسابقی د اګيست په پنځلسمه نيټه پای ته ورسيدې چه د جمناستيک په ساحه کی چين او جاپان د اسيا قوی هيوادونو په حيث ډير ښه موفقيتونه تر لاسه کړيدی ٠

د ميرمن فان يی او جانګ نان په مشرۍ د چين د ښځو ټيم د جمناستيک په لوبو کی د بشپړ مهارت په مسابقه او ډله ايزو مسابقو کي طلايی مدالونه لاس ته راوړی دي . ٠ علاوه پر دې جانګ نان او فان يی چه ټپيان شويدي ، د متوازی لرګيو په سياليو کی ئی په جلا جلا توګه طلايی او نقره مدالونه تر لاسه کړيدی او له دې څخه څرګنديږی چه چينی ټيم په دی ساحه کی لا هم تفوق لری ٠

په داسي حإل کي چه د چين د نارينه وو ټيم غوره او غښتلی لوبغاړی نوموړي مسابقې ته ليږلی نه دی ، د ليانګ فو ليانګ په مشرۍ د نارينه وو ټيم يوازي په ډله ايزو مسابقو کی يو برونزی مدال تر لاسه کړ ٠ که څه هم دوی يوازی برونزی مدال لاس ته راوړ ، مګر د نويو لوبغاړو په شمول د چينی ټيم دپاره ددې ښه موفقيت لاس ته راوړل اسان کار نه دی ٠ د چينی ټيم روزونکی شياو ين چون د لوبغاړو څخه ډير

رضايت څرګند کړ او و يي ويل چه د ليانګ فو ليانګ نه پر ته نورو لوبغاړو ټولو د لومړی ځل لپاره په نړيواله مسابقه کی برخه واخيستله ، دوی د معمولي تمرينونو په شان خپل مهارتونه ښودلی دی ٠ د نوموړی روزونکی په نظر د جمناستيک په مسابقو کی سيالی ډيره سخته ده ، چينی ټيم يوازی د ازاد جمناستيک په مسابقو کی لويه اشتباه کړی او د نورو ډولونو په سياليو کی يي عادی سويه ښودلی ده ٠ ليانګ فو ليانګ په خپل ټيم کي يو ډير غښتلي لوبغاړي دی او په مسابقو کي ئی خپل مهارت په ښه او ثابت ډول څرګند کړ ٠

د نړۍ د محصلينو د سپورتی لوبو د جمناستيک په مسابقو کی چينی ټيم مجموعأ څلور طلايی ، څلور نقره يي او دری برونزی مدالونه وګټل او د مدالونو شمير ئی د نورو ټيمنونو نه لومړی مقام نيولی او په دي جمله کی د چين د ښځو ټيم د نارينه وو څخه ډير ښه موفقيتونه تر ګوتو کړيدي ٠

د جاپان د نارينه وو ټيم د بشپړ مهارت او ډله ايزو ډولونو په شمول مسابقو کي مجموعأ پنځه طلايی مدالونه تر لاسه کړيدی ٠ د چين او جاپان نه وروسته د برازيل او هالند په شمول د شپږو هيوادونو ټيمونو په جلا جلا توګه يو طلايی مدال لاس ته راوړيدی ٠ غير منتظره خبره خو دا وه چه د کوريا د جمهوريت ټيم چه ډير غوره لوبغاړی يي ليږلی ، يوازی دوه نقره مدالونه تر لاسه کړيدی ٠ د چين د تای بی ټيم د جمناستيک په مسابقو کی ښه مهارت ښکاره کړ چه په نيمايی مسابقو کی يي يو طلايی او يو نقره يي مدالونه لاس ته راوړيدی او د مدالونو شمير له لحاظه يی شپږم مقام نيولی دی ٠

مګر له دې امله چه زيات شمير غوره او غښتلی لوبغاړو په مسابقو کی ګډون و نه کړ

، نو د دغو مسابقو عمومی سويه لوړه نه وه ٠ د نړۍ د محصلينو په سپورتی لوبو کي د نورو مسابقو په شان د جمناستيک مسابقې د مختلفو هيوادونو تر منځ د

دوستی د تبادلی او د نويو لوبغاړو دپاره د تجربو د لاس ته راوړلو دپاره مهم رول

لوبولی دی ٠ مهمه خبره خو دا ده چه د بيلا بيلو هيوادونو ټيمونه په تيره بيا د چين ټيم ښه موفقيتونه يعني لومړي مقام تر لاسه کړيدي ، خو دا د جمناستيک په لوبو کي د چين او نورو هيوادونو د لوبغاړو دپاره اوسني اصلي سويه نه ده لکه چه ذکر شويدي چه د زياتو هيوادونو غښتلي لوبغاړی نوموړي سپورتي لوبو ته ندي ليږلي ځکه چه د محصلينو نړيوالې سپورتي لوبې د نورو نړيوالو لوبو لکه د اولمپيک د سپورتي لوبو او نړيوالي چمپيشيپونو په نسبت دومره مهمې نه دي . البته د محصلينو په تازه ختم شويو لوبو کي د ښو موفقيتونو ګټل د افتخار وړ دي ، خو مونږ بايد لا هم کوشش وکړو چه په نورو لويو سپورتو لوبو کي لا زيات ميدالونه لاس ته راوړو .