<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-23 18:04:30    
ميرمن وانګ جون هوا په دقت او مينی سره دخپل خسر پاملرنه کوی

cri

سږ کال سپين ږيری ما څانګ چينګ سل کلن دی ، دهغه دزيږيدنی د نمانځلو په ميلمستيا کښی دهغه دکورنی يوولس تنو هغه ته مبارکی وويله .ما څانګ چينګ

د نيو جی د واټ په اوسيدونکی سيمه کښی د زيات عمر لرونکی لومړی سپين ږيری هم دی چه عمر يی سلو کالو ته رسيدلی دی.

د پنځوسو کالو نه راهيسی سپين ږيری ما څانګ چينګ د خپل مشر زوی ما لی ځنګ او دده د کورنی غړو سره يو ځای ژوند کوی . له دی کبله چه مشر زوی يی چه د اوسپنيزو لارو په څانګه کښی کار کاوه ، ډيرلږ وخت به کور ته راته ، نو ځکه د سپين ږيری د پاملرنی زياته دنده د نګور وانګ جون هوا په غاړه ده . ميرمن وانګ د ژوند او غذايی رژيم په برخو کښی د خپل خسر احترام او پاملرنه کوی ، څو چه سپين ږيری په ارامۍ سره ژوند وکړی . اوس هغه يوازی د وينی فشار لری ، خو هغه هر ماښام چکر وهی او ورځپاڼی لولی .

ميرمن وانګ جون هوا چه سږکال شپږ اويا کلنه ده ، په ١٩٥٥ کال کښی يی له ما لی ځينګ سره واده وکړ او بيا د ما د کورنۍ د يوه غړی په توګه له خپل خسر ما څانګ چينګ سره يو ځای ژوند کوی .، ميړه به يی په هر درو يا څلورو ورځو کښی يو وار خپل کور ته راتلای شو ، نو ځکه د خپل خسر او درو اولادونو د پاملرنی دروند بار د ميرمن وانک په اوږه دی .

سپين ږيری ما څانګ چينګ دتقاعد نه وروسته هره ورځ د نيو جی په جومات کښی د لمونځ ادا کاوه .. په هغه وخت کښی دده صحت ښه و ، هغه پخپله د ځان

دپاره دسمال ، خولۍ او نور مالونه برابرول کوم چه د لمونځ کولو په وخت کښی يی ورڅخه استفاده کوله ، خپل کور ته د بيرته ستنيدو نه وروسته هغه هم انګړ جارو

کاوه . په ١٩٧٢ کال کښی سپين ږيری ما په سکته اخته شو ، وروسته هغه لږ دباندی ته . د سپين ږيری ما دپاره د ناروغۍ دتداوی په موده کښی ميرمن وانګ په هرو دوو ورځو کی د اکيوپنکچر کولو دپاره خپل خسر روغتون ته رسوه ، د ميرمن وانګ تر ښی پاملرنی لاندی سپين ږيری ما په يوه مياشت کښی روغ جوړ شو .

د عمر د زياتوالی سره سره سپين ږيری ما هيڅ کورنی چاری نشی اجرا کولی او دده غوږونه ښه نه اوری ، ميرمن وانګ وويل چه په معمولی وخت کښی زه يوازی او يوازی د داسی طريقی څخه په استفادی سره د هغه سره د خپلی مفکوری تبادله کوم ، کوم چه زما دخبرو معنی په لويو لغتونو پر کاغذ باندی ليکل کيږی .

ويل کيږی چه پلار او مور دخپلو اولادونو ډير ښه سرمشق دی او د ميرمن وانګ په کورنۍ کښی دغه ټکی ثابت شوی د ی .د ميرمن وانګ لومړی لور ما جيان سيا وويل چه که څه هم زما د مور سترګی دومره ښی نه دی ، خو هر کله چه ژمی رارسيږی ، مور می د خسر دپاره پومبه يی کالی ګنډی . هغی بيا زياته کړه چه دزياتو کلونو نه راهيسی مور می په ډير زحمت سره په کورنی چارو بوخته ده ، نو ځکه مونږ د خپلی مور ډير احترام کوو. لږه موده دمخه ميرمن وانګ وغوښتل چه د سترګود جراحی عملياتو د اجرا کولو دپاره روغتون ته لاړشی ، که څه هم مونږ

دخپل نيکه پاملرنه کولی شو ، خو ميرمن وانګ لا هم ډاډه نه وه .د جراحۍ د عملياتو د څو ورځی مخکښی ميرمن وانګ د خپل خسر دپاره هغه ټول دارو درمل برابروی کوم چه هره ورځ ور ته اړتيا لری .

د ٢٠٠٤ کال په جنورۍ کښی د ميرمن وانګ ميړه مړ شو او هغی ته يی سخته

ضربه ورسوله . په دی وخت کښی اولادونو وړانديز وکړ چه د خپل نيکه د پاملرنی دنده بايد د تره له خوا په غاړه واخيستل شی ، خو دغه پيشنهاد فورا د ميرمن وانګ له خوا رد شو . ميرمن وانګ وويل چه زيات کلونه کيږی چه ما د هغه خدمت کړی ده ،زه د هغه د ژوندانه په اړتياو ښه پوهيږم ، خسر می هم په دی خوښ دی چه زما له خوا پخول شوی ډوډۍ وخوری ،په دی ډول د کورنۍ ټولو غړو په اتفاق سره پريکړه وکړه چه ميرمن وانګ په مداومه توګه دخپل خسر د ژوند پاملرنه وکړی او خدمت ته يی دوام ورکړی ، څو چه کور يی د تل دپاره له نيکمرغۍ څخه ډک وی .