<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-23 18:21:27    
د مقدس اور بلول او انتقالول

cri

د اولمپيک د معاصرو سپورتی لوبو د احيا کېدو په پيل کی د مقدس اور د بلولو او انتقالولو په باب عنعنات نه و. په ١٩٢٠کال کی د انتويرپ د اولمپيک په اوم سپورتی لوبو کی په لومړی عمومی جګړه کی د مړه شويو کسانو د يادونې دپاره انتظاموونکو په عمومی سپورتی ډګر کی د سوله ايزې نښې په توګه مشعل بل واخيست، مګر مشعل يی انتقال نه کړ. په ١٩٣٤ کال کی د اولمپيک بين المللی کميټې په اټن کی په رسمی توګه فيصله وکړه چی د اولمپيک د سپورتی لوبو په موده کی د پرانيستلو څخه د پای ته رسېدو تر مراسمو پوری نه يوازی په اصلی لوبغالی کی د اولمپيک مقدس اور بلول تر سره شی، بلکه وروسته له دې نه د اولمپيک په هرو سپورتی لوبو کی مقدس اور انتقال هم شی.

د اولمپيک د سپورتی لوبو سندره

په ١٨٩٦کال کی په اتن کی د اولمپيک د لومړی دورې د سپورتی لوبو په افتتاحيه مراسمو کی د يونان د پاچا لومړی جارج له خوا د اولمپيک د سپورتی لوبو د پرانيستلو د اعلان نه وروسته د ډله ايزو سندرو ويلو د ډلې يوه جدی او په زړه پوری سندره وويله چی د اولمپيک مقدسه سندره نومېږی. مګر په هغه وخت کی نوموړی سندره د اولمپيک د سپورتی لوبو د سندرې په توګه و نه ټاکل شوه. له دې نه وروسته د اولمپيک د هرو دورو د سپورتی لوبو سندرې د کوربه هېوادونو له خوا ټاکل کېدله. دغه راز په ١٩٥٨کال کی په توکيو کی د اولمپيک د بين المللی کميټې په اړه په ٥٥مه عمومی غونډه کی د اولمپيک د سپورتی لوبو د سندرې په توګه د اولمپيک مقدسه سندره وټاکلی شوه او د اهنګ متن يی د اولمپيک د بين المللی کميټې په مقر کی ساتل کېږی. نو د اولمپيک د هرو دورو د سپورتی لوبو په افتتاحيه او افتتاميه مراسمو کی د لرغونی يونان نوموړی په زړه پوری سندره اورېدل کېږی.

د ميډالونو د ورکولو مراسم

د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د جايزو د ورکولو مراسم بايد د اولمپيک د بين المللی کميټې له خوا د ټاکل شويو تشريفاتوسره سم جوړ شی: هغه سپورتی لوبغاړي چی مخکنی دری مقامونه يی تر لاسه کړيدي، د رسمی يا سپورتی جامو په اغوستلو سره د ميډالونو د اخيستلو په ستيج باندی جايزې تر لاسه کوي. د قهرمانۍ د ګتوونکی لوبغاړی په اړه د هېواد ملی بيرغ د جنډۍ له مرکزی ميلې څخه پورته کېږی او د دوهم مقام ګتونکی هېواد او د دريم مقام ګتونکی هېواد ملی بيرغونه په جلا جلا توګه له ښې او کيڼ ميلو څخه پورته کېږی. په عين وخت کی د لومړی مقام د ګتونکی هېواد ملی سرود غږول کېږی او د ميډالونو ګتونکی سپورتی لوبغاړي په داسی حال کی چی پر ملی بيرغونو باندی سترګې يی لګيږی.

احتتاميه مراسم

د اولمپيک د سپورتی لوبو په افتتاميه مراسمو کی د مختلفو هئيتونو بيرغ والا د افتتاحيه مراسمو د نوبت سره سم وار په واره اصلی لوبغالی ته ننوځی او ور پسی د مختلفو هېوادونو سپورتی لوبغاړي. په افتتاميه مراسمو کی د يونان، کوربه هېواد او د اولمپيک د راتلونکی سپورتی لوبو د کوربه هېوادو ملی بيرغونه اوچتېږی. د اولمپيک د سپورتی لوبو بيرغ د هغه ښار ښاروال ته ورکول کېږی چی د اولمپيک راتلونکی سپورتی لوبې پکی جوړېږی. د اولمپيک د بين المللی کميټې د رئيس له خوا د احتتاميه وينا نه وروسته مقدس مړېږی او د اولمپيک د مقدسې سندرې د غږولو په عين وخت کی د اولمپيک د سپورتی لوبو بيرغ ورو ورو کښته کېږی او په پای کی مختلف هئيتونه له اصلی لوبغالی څخه وځی.