د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د چين دولتی شورا د اګيست په ٢٣مه نيټه د چين او پاکستان تر منځ د ګاونډيتوب ، دوستی او همکارۍ تړون د منظوريدولپاره د مقتدر ارګان په حيث د چين د ملی ولسی کانګرس دايمی کميټی ته وړاندی کړ ٠ په دغه تړون کی دا بيا تائيده شوی چه چين او پاکستان به په فعاله توګه د ستراتيژيکی همکارۍ او دوستی د روابطو د ټينګيدو لپاره کوشش وکړي ٠
د دواړو هيوادونو صدراعظمانو د سږ کال په اپريل کی نوموړی تړون لاسليک کړ ٠ د دی تړون سره سم چين او پاکستان به په جدي توګه د دواړو هيوادونو د سرحدی موافقتنامی مراعات وکړي او په نظامی او امنيتی ساحو کی به همکارۍ وکړي او په ګډه سره به له تروريزم ، تجزيه غوښتنی او افراطکاری سره مبارزه وکړي ٠