د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اګيست په درويشتمه نيټه د م م امنيتی شورا له بين المللی ټولنې څخه غوښتنه وکړه چی په راتلونکی سپتمبر کی د افغانستان د انتخاباتو د بريالی جوړېدو دپاره د نه ويشتو مليونو شپږو لکو امريکايی ډالرو په اندازه مرسته برابره کړی. په همدې ورځ په امنيتی شوار کی په افغانستان کی د م م د سرمنشی خاص استازي جيان ارنولت د افغانستان د اوسنيو اوضاعو په هکله يو رپوټ خپور کړ. په نوموړی رپوټ کی اوس د افغانستان په وړاندی عمده چلنج دا دی چی پيسې لږې دي او امنيتی اوضاع ناثابته ده. له دې نه وروسته امنيتی شورا يوه رئيسه اعلاميه خپره کړه او پکی له تروريستی پېښو څخه په استفادې سره د افغانستان د سياسی بهير د ورانولو د کړووړو سخت غندنه وشوه او له ټولو افغانانو څخه غوښتنه وشوه چی په سوله ايزه فضا کی د انتخاباتو د جوړېدو دپاره ښه کوښښونه وکړی.
|