<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-24 16:05:52    
هر کال څه پاسه دری لکه تنه ځوانان او ماشومان له سپورتی کلبونو څخه ګټه اخلي

cri

د ٢٠٠٠ کال نه راهيسی د چين د سپورتونو او بدنی روزنی عمومی اداری او د محلی سيمو حکومتونو د ځوانانو او ماشومانو لپاره د سپورتی کلبونه په جوړيدو کی عمومی ډول څه دپاسه دوه سوه مليونه ژن مين بی يوانه پانګه اچولی دی چه له دی جملې څخه يو سلو اويا مليونه يوانه د لاتاری تيکيت په صادرولو سره راغونډ شو ٠ اوس په چين کی هر کال دری لکه تنه ځوانان او ماشومان له څه دپاسه دوه زره سلو سپورتی کلبونو څخه ګټه اخلي ٠

په نژديو کلونو کی پوهنه او روزنه لوړه شوی ، خو د ځوانانو او ماشومانو د بدنی روغتيا حالت د خوشبينی وړ نه دی ٠ علاوه پر دې د عادی سپورتی تاسيساتو د کمښت له امله زيات شمير زده کوونکی د رخصتی په موده کی يا په کور کی د ټلويزيون پروګرام ګوری يا مغازو ته ځی يا د انترنيت په بار کی لوبه کوی او داسی نور ، مګر نوموړی عملونه د ځوانانو او ماشومانو پر روغتيا او ودې باندی بده اغيزه اچوی ٠

د دغی مسئلی د حل و فصل دپاره پخوا هميشه زده کوونکو ته بلنه ورکول کيدل چه د بدنی روزنی لپاره په سپورتی لوبو کی ګډون وکړي ، مګر د درس ويلو نه وروسته په ښوونځيو کی د ميدانونو په شمول سپورتی تاسيسات تړل شوی دی ٠ د چين د سپورتونو او بدنی روزنی د عمومی اداری په اړه د ولسی ورزش د رياست د رئيس مرستيال ليو ګو يونګ وويل چه په هغه وخت کی مونږی فکر کاوه چه د ځوانانو او ماشومانو د بدنی روزنی لپاره بايد يو ښه لار ولټول شي ٠

د ٢٠٠٠ کال د می په مياشت کی د چين د سپورتونو او بدنی روزنی عمومی اداری ، د چين د ښوونی او روزنی وزارت او د چين د ځوانانو د کمونستی اتحاديی مرکز د لاتری تيکيت په صادرولو سره د ځوانانو او ماشومانو لپاره د سپورتی کلبونه په جوړولو پيل وکړ ٠

د ليو جو يونګ په قول د نوموړو کلبونو د جوړولو اصول دا دی چه د ځوانانو او ماشومانو لپاره مساعد سپورتی ځايونه برابر کړی تر څو دوی خپلو کورونو ته په نژديو ځايونو کی په سپورتی لوبو کی د ګډون کولو فرصت تر لاسه کړای شی ٠ د سپورتی کلبونو د جوړيدو مقصد و اقتصادی ګټو اخيستل نه دی ، خو د کلبونو له غړو څخه لږ شمير ضروری پيسو د اخيستلو او د ټولنی د نغدی مرستی د منلو له لاری د سپورتی تاسيساتو عادی حالت ساتل کيږي ٠

د نوموړو کلبونو جوړول ټولنی ته د عامه سپورتی تاسيساتو او ميدانونو د خلاصولو لپاره يو ښه لار پيدا کوی ٠ زيات شمير کلبونه د سپورت نه پر ته د ماشومانو د علاقې وړ پروګرامونه هم جوړ وی ، مثلأ هنری پروګرامونه او نقاشی کول ٠ اوس زيات سپورتی کلبونه د ماشومانو د بدنی روغتيا او د پوهی د پياوړتيا د راغونډيدو ځايونه ګرزيدلی دی ٠

په هر کال کی د چين د سپورتونو او بدنی روزنی عمومی اداری ، د چين د ښوونی او روزنی وزارت او د چين د ځوانانو د کمونستی اتحاديی مرکز او د نورو موسسو لخوا د سل ګونو مليونو تنو ځوانانو او ماشومانو د بدنی روزنی فعاليتونه تر سره کيږی ٠ دغه اداره هم د لاتری تيکت د عام المنفعه پانګو له بودجی څخه په استفادی سره د ځوانانو او ماشومانو د دوبنی کمپونو له چارو سره مرسته کوی ٠ د دغو فعاليتونو

په اثر د دوی فکرونه او احساسات پراخ شويدی ٠

ليو ګو يونګ وويل چه زلميان بايد د سپورت سره مينه پيدا کړی او تل تر تله د سپورت په لوبو کی ګډون وکړی ، ځکه زلميتوب د دوی لپارهډيره مهمه مرحله ده ٠ هغه څوک چه تل په سپورتی لوبو کی برخه اخلی تل زلمی پاتی کيږی ٠ مونږ له دی لاری غواړو چه سپورت د دوی د ژوند عادت وګرځي ٠