ګرانو اوريدونکو : په دې پروګرام کی به مونږ يو ځوان داو طلب چی ليو ځونګ ياو نوميږی او د ښوونکی په توګه شنجيانګ ته تللې تاسو ته معرفی کړو .
د دولتې شورا د هدايت سره سم د ٢٠٠٣ کال نه وروسته هر کال يو شمير محصلين د داو طلبانو په حيث د چين لويديځو او غريبو ولسواليو ته ځی او د يو يادوه کالو دپاره هلته په پوهنې ، روغتيايی ، تخنيکی او داسی نورو کارونو کی ورسره مرسته کوی. زلمی ليو ځونګ ياو د دوی څخه يو دی .
زلمې ليو د چين د شان دونګ ولايت د چينګ داو ښار څخه دی . د پوهنځی نه د فارغيدونه وروسته د شنجيانګ د خوتن په پنځم نمبر منځنې ښوونځی کی د ښوونکی په حيث ګمارل شوی دی . اوس د دوبې رخصتې ده . هغه د تفريح دپاره بيرته چينګ داو ته راغلې او زمونږ د خبريالې سره يی يوه مرکه وکړه . شنجيانګ ته د تګ په باره کی هغه داسی وويل ( اواز ) : دولت له مونږ نه غوښتل چه د لويديځو غريبو سيمو خلکو د لوست دپاره دی يو شمير فارغ التحصلين شنجيانګ ته لاړ شی . ما فکر وکړ چه دا د وطن د خدمت دپاره ښه موقع ده او د ځان د روزنې دپاره هم ګټه لری . زه بايد د وطن اړتيا ته لبيک ووايم . په اصل کی زما پلار او مور په چينګ داو ښار کی زما دپاره ښه کار پيدا کړ ، خو ده د پلار او مور تر څنګ می ارام ژوند پری ښود . شينجيانګ ته ولاړم .
د شنجيانګ په باره کی هغه داسی وويل (اواز) : شنجيانګ چی د چين د خاورې يو په شپږمه برخه نيسی ډيره برخه مځکه لرې . مثلاُ په اور ګادۍ کی په مسلسلو څو شپو ورځو کی هيڅ سړی نه ليدل کيږی .که چيری دا شاړه مځکه ټوله اباده شی ډيره ګټه به ولرې . په خوتن کی په سلو کی ٩٧ برخه د ويغوری قوم خلک دی
،د هان د قوم خلک ډير لږدی . خو د هان او ويغورې د قومونو د خلکو ترمنځ ښی اړيکی موجودی دی .
د ښوونکی په توګه زلمې ليو د شاګردانو سره نژدی اړيکی لری . د ښوونځی په باب هغه داسی وويل ( اواز ) : زه د خوتن په ښار کی د پنځم منځنې ښوونځی د فزيک د ښوونکی په حيث کار کوم . له دی امله چه په ډيرو مهمو درسونو کی ښوونکی نشته ، نو ځکه مونږ داو طلبان ټول د مهمو درسونو د ښوونکو په توګه مقرر شوی يو .
زمونږ ښوونځی د ملی اقليتونو ښوونځی هم دی چه د ويغور ، هان او داسی نورو قومونو په ګډون شاګردان پکی داس وايی .دوی په تيره بيا د ويغورې قوم شاګردان له ما سره ډيره مينه لرې . دوی ټول غواړی چه مترګی علم او کلتور زده کړی او د هلو ځلو په نتيجه کی ډير داسی شاګردان شته چه د هان قوم ژبه لږ څه وايلای شی .
د ملې اقليتونو له سيمو سره د دولت د مرستو په باره کی زلمی ليو وويل (اواز ) :سر بيره پردی چه دولت هر کال زمونږ محصلين شنجيانګ ته ليږی ، له بېجينګ ، شان دونګ او جه جيانګ نه هم مسلکی ښوونکی شنجيانګ ته استوی .
په شنجيانګ کی زمونږ د کار معاش ټول د دولت په غاړه دی . دغه راز د زمونږ دپاره يی انترنيت هم نصب کړی شاګردان په ښوونځی کی د انترنيت نه هم کار اخيستلی شی . بارو لرم چه د دولت د ملاتړ په اثر به په شنجيانګ کی اقتصاد او پوهنې او داسی نوری چاری ستره وده ومومی .
کله چه خبريالې ورڅخه پوښتنه وکړه چه خوتن کی کوم مشکلات لرې ؟ هغه په مسکا سره وويل :( اواز ) ما په لومړيو وختونو کی د نوموړی ځای له ژوند سره
بلديت نه درلود ، خو کله چه می د علم او پوهی په باب د شاګرانو ليوالتيا وينم بيا می ټول ګړاونه اوستونزی له منځه ځی او ښه ژوند امساُ شوم .