<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-24 18:11:15    
د کمپيوتر له امله د رامنځته شويو ناروغيو د عوارضو د مجموعې د وقايي په باب معلومات

cri

د اوږدې مودې دپاره د کمپيوتر د استعمالولو له امله د انسان په سترګو ، د بدن د غړو او عصبي سيستم باندي منفي اغيزه اچول کيږي او په نتيجه کي به د سترګو د ليدو قوت ضعيف کيږي ، د بدن غړي او سر خوږيږي . دا د کمپيوتر له امله د رامنځته شويو ناروغيو د عوارضو مجموعه ده .

کمپيوتر په تيره پيړۍ کي تر ټولو لوي اختراع دی او د انسان د کار ، ژوند او زده کړې دپاره يي عصر جوړونکي بدلون موندلی دی . د انترنيت د ترويج سره سم کمپيوتر لا زيات رول لوبوي ، خو ځيني کسان هره ورځ د انتر نيت په نړۍ کي ګرزي راګرزي . خو د انسان د کار او ژوند دپاره د زياتو اسانتياوو د برابرولو په عين وخت کي کمپيوتر هم د انسان په روغتيا باندي ناوړې اغيزې اچوي . څاو جو د بيجينګ د يوه پوهنتون محصل دی او د اوږدې مودې دپاره د کمپيوتر د استعمالولو له امله دده د سترګو د ليدو قوت ډير ضعيف شويدی ، هغه وويل (اواز) د کمپوتر مستقيمه ناوړه اغيزه زما په سترګو باندي ده . پوهنتون ته د تازه داخليدو په وخت کي زما د ليدو قوه نسبتأ قوي وه او د دواړو سترګو د ديد قوه مې يو اعشاريه دوه ښکاريده . خو اوس د ليدو قوه مې ډيره ضعيفه شويده چه دا د اوږدې مودې راهيسې د کمپيوتر د استعمالولو نتيجه ده . د سترګو د ليدو د قوې د ضعيفوالي علت دا دی چه د کمپيوتر په پردې باندي د سترګو د نيولو وخت د زياتوالي امله سترګې ستړي کيږي او د کمپيوتر په پردې باندي د حروفو ، کلماتو او تصويرونو د پر له پسې کتلو له امله د سترګو د وهلو يا حرکت شمير کميږي او د سترګو د وچوالي سبب ګرزي چه د

دغو دوو علتونو له کبله د سترګو د ليدو قوه ضعيفه کيږي .

که څه هم په سترګو باندي د کمپيوتر ناوړې اغيزې قوي دي ، خو د دغو بدو اغيزو د رامنځته کيدو مخنيوي دپاره زياتې طريقې شته دي ، د بيجينګ د ناروغيو د وقايي او کنترول د مرکز په اړه د مسلکي ناروغيو د وقايي او علاج متخصص جن هه شين وويل ( اواز ) په عمومي لحإظه د وقايي طريقه ډيره ساده ده . که څوک د کمپيوتر په وړاندي زيات وخت کار وکړي ، بايد د يو يا دوو ساعتو نه وروسته لس يا پنځلس دقيقې تفريح وکړي چه دغه تفريح بايد داسي وي چه يا دي سترګې پټې کړي او يا دي په ليري ځاي کي شنې ونې يا نباتاتو ته وګوري.

نوموړي متخصص د کمپيوتر د استعمالولو په وخت کي د توجه وړ څو ټکو د يادولو په وخت کي د مثال په توګه وويل چه بايد سترګي د کمپيوتر له پردې څخه له شپيتو سانتي مترو نه په زياته فاصله وساتل شي او د ستړتيا په وخت کي دي سترګی پټې کړي يا په سترګو کي دي أوبلن درمل واچوي او داسي نور .

د زيات وخت د کمپيوتر د استعماليدو په اثر د بدن غړي درد راپيدا کيږي . د بيجينګ د يوه حکومتي ارګان مامور ښاغلي چن چن وويل ( اواز ) په دفتر کي له کمپيوتر څخه زيات اسناد او معلومات لاس ته راوړم او د يوې ورځې کار نه وروسته بدن او په تيره بيا اوږې مې ډيرې ستړې شوي دي . ددې علامت د رامنځته کيدو علت دا دی چه د کمپيوتر د استعمالولو په وخت کي زمونږ حرکات ساده او لږ دي ، نو د بدن غړي مو په يو دايمي حالت کي پاتي کيږي چه په نتيجه کي د بدن د غړو د درد او ستړتيا علامه رامنځته کيږي ، دغه راز د بدن نورې برخې مو هم خوږيږي .

د متخصصانو په قول مونږ بايد د کمپيوتر د استعمالولو په وخت کي کله نا کله د

کيناستلو حإلت بدل کړو او په شلګونو دقيقو بدني حرکات تر سره کړو څو چه د بدن غړي نرم شي .

د کمپيوتر د زيات وخت استعمالولو دريم تاوان په عصبي سيستم باندي د کمپيوتر د راډيو اکتيف تاوان دی . که څه هم د کمپيوتر راډيو اکتيف مضر نه دی ، خو په عصبي سيستم باندي د اوږدې مودې راډيو اکتيف ناوړه اغيزه را رسيږي ، لنډه دا چه مونږ بايد د بيلا بيلو تدبيرونو په غوره کولو سره د کمپيوتر د استعمالولو له امله د رامنځته شويو ناوړو مريضي عوارضو ښه وقايه وکړو .