<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-25 10:05:43    
روسيې د افغانستان د مسئلې په باب د امنيتی شورا له بيانيې څخه هرکلی وکړ

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د روسيې د خارجه چارو وزارت د اګيست په ٢٤ نيټه په يوه اعلاميه کښی وويل چه روسيه د افغانستان د مسئلې په باب د ملګرو ملتو د امنيتی شورا له هغې بيانيې څخه هرکلی کوی کوم چه د اګيست په ٢٣ نيټه خپره شويده٠

روسيې دا څرګنده کړه چه د امنيتی شورا په نوموړی بيانيه کښی په سمه توګه د افغانستان اوسنی اوضاع او د هغه هيواد په وړاندی دندې ښودل شوې او د افغانستان د مسئلې د حلولو په برخه کښی د ملګرو ملتو د کلی اهميت لرونکی رول او مهم مقام تائيد شويدی ٠

د ملګرو ملتو امنيتی شورا د اګيست په ٢٣ نيټه د افغانستان د اوضاعو په باب د ملګرو ملتو د سرمنشی د خاص استازی راپور واوريد، ورپسی يی د رئيس په نامه يوه بيانيه خپره کړه او په هغه کښی يی غوښتنه وکړه چه افغانستان بايد په مداومه توګه له ګاونډيو هيوادونو سره همکاری او ديالوګ وکړی تر څو چه د دی سيمې انکشاف او د افغانستان سوله او ثبات پرمخبيول شی ٠