د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان د خارجه وزارت نطاق محمد نعيم خان د اګست په څليرويشتمه نيټه په اسلام اباد کی وويل چه پاکستان به تر وسی پوری د افغانستان د لويو انتخاباتو څخه ملاتړ وکړی کوم چه ټاکل شويده د سپتمبر په مياشت کی به تر سره شی.
نعيم خان د ترهګری په ضد په سيمه ايزه غونډه کی چه د پاکستان ، امريکی او افغانستان د درو هېوادونو عالی رتبه منصبدارانو پکی ګډون وکړ، نوموړی وينا وکړه. هغه وويل چه دا د سيمه ايزی ترهګری په ضد د درو هېوادونو د پوځونو لومړنی غونډه ده په پکی پاکستان د افغانستان د لويو انتخاباتو څخه د ملاتړ په باب افغانستان ته خپله صادقانه هيله څرګنده کړه .