

د چين او افغانستان ترمنځ د هغې موافقې سره سم چه چين ته د افغانستان د اسلامی جمهوريت د مرستيال ښاغلی شهرانی په مشرۍ د يوه لوړ پوړی هئيت د سفر په موده کی لاسليکه شوه ، چين اوس د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د کارکوونکو د روزنې او زده کړې لپاره زمينه برابروی . څو ورځې دمخه د افغانستان د ځوانو ديپلوماتانو يوه ١٥ کسيز هئيت د چين د بين المللی راډيو د پښتو څانګې نه ليدنه کتنه وکړه . د دوستۍ او تودو احساساتو نه په ډکه فضا کی د هئيت يو غړی له چينی خبريال سره مرکه هم وکړه .
ښاغلی محمد زمان نوريستانی چه له نوموړی هئيت څخه شميرل کيږی ، د مرکې په پيل کی وويل
زما نوم محمد زمان نوريستان دی ، فغلأ مونږ دلته د وزارت خارجی له طرفه دعوت شوی يو چين ته راغلی يو . کوم ديپلوماسی کورس چه ؤ دهغې لپاره مونږ دلته راغلی يو .
په بيجينګ کی د زده کړې په موده کی دوی زيات ځايونه وليدل او په دی هکله هغه وويل
تغريبأ دولس ورځی کيږی چه مونږ په بيجينګ کی روسيږو ، بيجينګ ډير ښکلی ښار دی ، ډير اباد ښار دی . مونږ فاربيډين ستی وليده او ډير ښکلی تاريخی ځای ؤ ، مونږ سره يو ګايډ هم ؤ هغې مونږ ته د دغه فاربيډين ستی په هکله چه د کوم امپراطور په وخت کی جوړ شوی پوره د قيق معلومات راکړل ، وروسته له هغې يعنی نن سيهار اته تجې مونږ ګريډ وال ( لوی ديوال ) ته تللی ؤ ، ډير سرسبز ځای ؤ ، او ډير ښکلی داسی تاريخی ځای ؤ . او ډير خوشحاله هم شولو چه د چين خلکو خپلو تاريخ داسی ساتلی دی ، او مونږ افغانان به هم کوشش وکړو چه خپل تاريخ وساتو . د چين خلک ډير ښکلی خلک دی . افغانانو سره ډيره مينه کوی . مونږ سره يی ډير ښه سلوک کړيدی . مونږ ته داسی د احترام په نظر ګوری ، هر چا ته او هر چيری چه ولاړ شو چه هغه د کاندار دی ، يا د يپلومات دی يا کوم نور دچين خلک دی . هغوی له مونږ سره په ډيره حندا او پراخ تندی سره مونږ ته ګوری او خبرې اترې کوی . مونږ دچين لهخلکو نه ډيری ښې خاطری لرو . زما ملګری مخکی راياده کړه چه افغانان په نړۍ کی د ميلمه پانی له امله ډير مشهور دی . خو دچين د خلکو نه مخکی نه دی . د چين خلکو مونږ ته ډير قدر راکړ .
ښاغلی محمد زمان نوريستانی زمونږ د راډيو پښتو خپرونه هم اوری او په دی هکله يی خپل ګټور پيشنهادونه وړاندی کړل ، هغه وويل :
مونږ هميشه اورو دغه راډيو ، هغه مونږ په ډير شوق او علاقی سره اوروو . او کوشش کوو چه نور خلک هم اوريدو ته يی ترغيب او تشويق کړو چه د دغه راډيو خبرو نه او مرکې واوری او په ډير شوق او علاقې سره مونږ دغه راډيو اوروو . زمونږ پشنهاد د دادی چه تاسو بايد خپل نشرات زيات کړی . تاسو ته بهتره معلومه ده چه په افغانستان کی اکثره خلک پښتانه دی . او هغوی ډير زيات د پښتو ژبی او پښتو فرهنګ سره مينه لری . او خصوصأ بيا چين زمونږ ډير نژدی او دوست هيواد دی او هميشه افغانستان سره دوستانه سلوک کوی . او د افغانستان خلک هم دچين له خلکو سره ډيره مينه او محبت لری . زمونږ نظر دا دی چه تاسو بايد داسی پروګرامونه جوړ کړی هغوی موزيک وی سندری وی ، پښتو سندری وی ، هغه تاسو نشر کړی . که تاسو يی په ارشيف کی نه لری نو انشأ الله دا همکارۍ زه شخصی له تاسو سره کولای شم ، د اکسټونه ، پښتو سندری او داسی نور کسټونه چه هغه افغانی وی د ډالی په توګه تاسو ته دروليږو او بل دا چه دا نشرات تاسو لږ زيات کړی . يعنی ستاسو نيم ساعت بايد يو ساعت شی .
نيم ساعت د سهار له خوا او نيم ساعت د ماښام له خوا شی . بايد تاسو د نشرات لږ زيات کړی . ډيره به مو مهربانی وی .
د مرکې په پای هغه وويل
نور داسی خاص پيغام نشته . دچين د خلکو نه ډير مننه کوو چه زمونږ يی ډير عزت وکړ او په ډير ښکلی نظر يی له مونږ سره وکتل . او مونږ هميشه د چين خلکو ته کاميابی غواړو . او دعا کوو چه خدای جل جلا له دی دوی کاميابه سر فرازه او کامرانه ولری . او زمونږ د افغانستان او د چين دوستی دی علی الدوام دغه دوستی بايد جاری وساتی .
ګرانو اوريدونکو ! تاسو همدااوس هغه راپور واوريد چه عنوان يی و د افغانستان د ځوانو ديپلوماتانو يو ١٥ کسيز هئيت د سی ار ای راډيو مېلمانه شوی ؤ .