<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-26 16:56:37    
د تبتی ژبی زده کول د ميرمن بيرت لپاره هوګن خوږ خوب

cri

په تبت پوهنتون کی يو شمير هغه خارجی ښوونکي شته چه د امريکی ، کانادا او جاپان په شمول له بېلا بېلو هېوادونو څخه راغلی دی٠ ٥٥ کلنه ميرمن بيرت هوګن ددوي څخه يوه ده او د دې زده کوونکی د نوموړی پوهنتون محصلين نه دي ، بلکه برعکس د دې پوهنتون استادان دی٠

يوولس کاله وړاندی ،د چين د تبت سيمی د ناروی له څلورو پوهنتونونو سره د همکاری له لاري د چين د تبت او ناروی د پوهنتونونو ترمنځ د انترنيت شبکه په رسمي توګه جوړه کړه او له هغه وخته راهيسی هر کال د تبت څو مشهور پوهنتونونه او څيړونکي ارګانونه مثلاد تبت پوهنتون، د تبت د سوسيالوژۍ اکاډمې او د تبت د کرنې او مالدارۍ پوهنځی خپل تبتی ښوونکی يا علمی څيړونکی پرسونل د ماسترۍ د علمی درجی د لاس ته راوړلو دپاره ناروی ته ور ليږی٠ د هغو تبتی ښوونکو دپاره چه غواړی علمی درجه لاسته راوړی، بايد د TOEFL يا IELTS له ازموينو څخه د بريالي کېدو نه وروسته د ناروی په پوهنتونونو کی د شاملېدو حق ولری .

د نوموړی حق د ګټلو په بهير کی ددغو تبتي ښوونکو سره د مرستې لپاره څلور کاله دمخه بيرت هوګن د اوسلو د يونيورسيتي په کاليج کي د ښوونی د اوزنی په برخه کی د ماسترۍ د درجې د تر لاسه کولو نه وروسته تبت پوهنتون ته راغله٠ .

ميرمن بيرت هوګن په تبت کی د خپل کار د پيل نه وروسته د لومړي کال په لومړنيو شپږو مياشتو کی يوازی وه . که څه هم هر کال ددوو ځلو

لپاره د دې مېړه تبت ته راځی، خو کله نا کله يی لاهم تنهايی احساسوله او هميشه به يی د ګيتار په وسيله د نغمو په غږولو سره خپله خاموش ليری کوله .

د انګليسی ژبی د درس ورکولو په وخت کی هغه دګيتار په غږولو سره خپلو شاګردانو ته انګليسی سندری ور زده کوی٠ هغی خبريال ته وويل چی که څه هم د تبت په نسبت په ناروی کی زما د کار او ژوند شرايط ډير ښه دی او کله ناکله په ناروی کی کورنی غړی يادوم، خو اوس زما په زړه کی په تبت کی د ساده ژوند سره مينه او خوښی هم پيدا کيږی ٠ هغی زياته کړه چه په ناروی کی زه له هوسايی او راحت نه ډک کور لرم ٠ خو دلته زما ژوند ساده او اسان دی٠ زه د لويو ښارونو له شورماشور څخه ستړی شوی يم اوغواړم چی ساده ژوند وکړم ٠ پخوا د ناروی په کور کی می دکورنی ډيرو غړوته پام اړاوه او ډيری کورنی چاری مې کولی ٠ د پخوا په نسبت زما اوسنی ژوند ساده او ارام شوی دی ٠

د بيرت هوګن په قول ، هغه په تبت کی د خپلی خوښی کار او تبتی زده کوونکی لری ٠ اوس هغه دريو ټولګيو او ٤٥تنو ښوونکو ته د انګليسی ژبی دزده کولو تدريس کوی له دی امله چه تبتی ښوونکی د ورځی لخوا خپل درسونه لری، نو بيرت هوګن د ماښام د اوه بجی نه وروسته په خپل رسمی کار پيل کوی . سږ کال هغی په بريالی توګه د ٦تنو تبتی ښوونکو دپاره د ناروی له اړوندو پوهنتونونو څخه بشپړ (سکالرشپ ) تعليمی فيلوشپونه غوښتی دی .

هغی وويل چه زه له خپل کار سره ډيره مينه لرم ٠ زه ښوونکو ته انګليسی ژبه ور زده کوم او ددوی انګليسی ژبه خوښيږی ٠ دوی کله نا کله ما ته بلنه راکوی چه د دوی دکورونوميلمه شم . زما دغه شاګردان ډير باذوق او ظريف کسان دی او مونږ ډير ښه دوستان يو ٠

زده کوونکی ميرمن بيرت او د دی لوستونه هم ډير خوښوی ځکه بيرت هيڅکله له

له خپلو زده کوونکو څخه غوښتنه نه کوی چه په بې خونده توګه انګليسی لغتونه ياد کړی٠ د درس د ورکولو په بهير کی هغه زده کوونکو ته اجازه ورکوی چه په ازاده او دلچسپه توګه په بحثونو لاس پوری کړی ٠

په راتلونکی کال کی به ميرمن بيرت په تبت پوهنتون کی خپل څلور کلن کار پای ته ورسوی او ناروی ته به ستنه شی ٠ هغی وويل چه اوس زه د تضاد په حالت کی دوب شوی يم : له يوی خوا زه غواړم چه ژر تر ژره خپل هيواد ته بيرته لاړشم ځکه چه هلته زما دکورنی غړی او خپلوان ژوند کوی او خوندوره خواړ هم شته٠ مګر په عين وخت کی زه نه غواړم چه له تبت څخه ووزم ځکه چه دلته نه يوازی ښايسته

واورين غرونه او معبدونه شته ، بلکه زما هغه ښکلی خوب لا نه دی چه نه دی ترسره شوی ٠ زه غواړم چه د تبتی ژبی زده کولو ته دوام ورکړم .زما لپاره د افسوس وړ خبره دا ده چه که څه هم ما په تبت کی څو کاله کار او ژوند کړی ، خو تبتی ژبه می ښه نه ده زده کړې . ولی چه هر زده کوونکی هيله لری چه له ما سره په اګليسی ژبه خبری وکړی او نه په چينايی يا تبتی ژيه ٠ ميرمن بيرت هوګن په پای کی وويل چه هغه به حتما د خپل نوموړی خوږ خوب دترسره کولو لپاره په راتلونکی يوه ورځ کی تبت ته بيا راشی ٠