<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-26 17:00:42    
د چين خلکو د جاپانی تيری پر ضد د جګړې د بری د شتېتمې کاليزې د يادونې دپاره ډول ډول فعاليتونه تر سره کړيدي.

cri

ګرانو اورېدونکو،اسلام عليکم! د اګيست پنځلسمه نيټه د جاپانی تېری پر ضد د چينايانو د جګړې د بری شپېتمه کاليزه وه . په دې وروستيو ورځو کی د چين مختلفو ټولنو د نوموړی ورځې د يادونې دپاره د نندارتونونو، فلمونو، ټلويزيونی سريالونو ،ډرامو او کنسرتونو په شمول ډول ډول فعاليتونه ترسره کړيدي. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته د چينی خلکو له خوا د جاپانی تېری پر ضد د جګړې د بری د شپېتمې کاليزې د يادونې د فعاليونونو په هکله څه معلومات وړاندی کړو.

د ١٩٣٧ کال د جولای په اومه نيټه د جاپان تېری کوونکو د بېجينګ په جنوب لويديځ کي د وان پينګ په ښار باندي ناڅاپه بريد وکړ چی له دي نه وروسته په چين کی د جاپان تيري کوونکي جګړه په ټول چين کي پيل شوه . د ١٩٤٥کال د اګيست په پنځلسمه نيټه جاپان بي له کوم شرطه د خپلی تسليمی اعلان وکړ او د چينی خلکو اته کلنی مقاومتی جګړې بری وموند.

د نوموړې جګړې د يادونې دپاره د روان کال د جولای په اومه نيټه د جاپانی تېری پر ضد د چينايانو د جګړې د بری د شپېتمې کاليزې د يادونې دپاره د ستر بری په نامه يو لوی نندارتون د وان پينګ په ښار کي پرانستل شو او پکی د چين د مختلفو موزيمونو څه نا څه اته سوه تاريخی اثار، شپږ سوه عکسونه او زيات شمېر تاريخی اسناد ښودل شويدي چی په دې جمله کی څه دپاسه يو سلو څلويښت تاريخی اثار د لوموړی ځل دپاره نندارچيانو ته وښودل شول. د جاپانی تېری پر ضد د چينايانو د جګړې د يادونې د موزيم د دفتر رئيس ښاغلي لی ځونګ يونګ خبريال ته وويل

(لوموړی اواز)

د ستر بري په نامه دغه نندارتون د نوموړی جګړې د يادونې له يو لړ فعاليتونو څخه تر ټولو نه لوی نندارتون دی. مونږ غواړو چی له دې نندارتون څخه د خارجی تېری کوونکو په وړاندی د چينی خلکو ټينګ يووالی نندارچيانو ته وښيو. د خبر له مخی تر اوسه پوری له نوموړی نندارتون څخه څه دپاسه څلورو لکو تنو کورنيو او بهرنيو نندارچيانو ليدنه کړيدي. ښاغلی ګو لين ده او د ده لس کلن زوی چه د سفر دپاره بيجينګ ته راغلي دي ، خبريال ته وويل

(دوهم اواز)

نن ورځ بېجينګ ته زما د سفر لومړی ورځ ده. زه غواړم چی زما زوی له نوموړی نندارتون څخه زيات تاريخي معلومات لاس ته راوړي څو چه ملي ماتم هير نه کړی او په راتلونکي کي د خپل هيواد د غښتليتوب او سمسورتيا دپاره ښه زده کړه وکړي

په تيرو ورځو کي د نوموړی مقاومتی جګړې د بری د شپېتمی کاليزې د يادونې دپاره يو لړ فلمونه ښودل شوي او په نوموړو فلمونو کی د زيات شمېر تاريخي اسنادو په استعمالولو سره د بهرني تيري په مقابل کي د چينايانو شجاعانه مبارزه څرګنده شويده .

( دريم اواز)

همدا اوس مو د چين د مرکزی ټلويزيونی ستيشن لخوا په ښودل شوی يو تيلويزيوني سريال کی يو لنډ موزيک واوريد چی د اتمې لارې پوځ نوميږی. په نوموړی سريال کی د جاپاني تيري په ضد د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د اتمې لارې په نامه پوځ سخت مقاومت ښودل شويدی. د همدې جګړې په موده کی د چين د کمونست ګوند د عالی نظامي مشر جو ده او پنګ ده هوای په مشرۍ د اتمې لارې پوځ له جاپانی تېری کوونکو سره شجاعانه جګړه وکړه او د چين زياتې خاورې يی ازادې کړې . د نوموړی سريال د جوړولو دپاره زياتې پيسې لګول شوي او زيات شمېر مشهورو هنرمندانو پکی رول لوبولی دی . يو مسؤل مامور ښاغلی لی جينګ شنګ وويل

(څلورم اواز)

نوموړي تلويزيوني سريال داسي حماسي سريال دی چه د نوموړي تيري کوونکي جګړې په موده کي د ملا د تير په حيث د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د مقاومتی قواوو رول تمثيل شويدي..

علاوه پر دې د يادونې رنګا رنګ فعاليتونه د چين په مختلفو ځايونو کی پر ځای شول. د چين د موسيقی چيانو ټولنې او د چين د شيا من حکومت په ګډه سره د جاپانی تېری پر ضد د چينايانو د جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د بری د شپېتمې کاليزې د يادونې دپاره د سندرو يوه سيالی جوړه کړه او د شپېتو ډلو څخه څه نا څه درو زرو پنځو سوو تنو سندر غاړو پکي برخه واخيسته.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و د جاپانی تيری پر ضد د چينايانو د جګړې د شپېتمې کاليزې د يادونې د يو لړ فعاليتونو په هکله څه معلومات. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!