<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-27 17:48:21    
د خواړو او د روغتيا ترمنځ اړيکي

cri

د لرغوني زماني نه راهيسي چينايان دي ته ډير متوجه دي چه خواړه د روغتيا د ساتنې په برخه کې مهم ځاي لري ٠ په چين کې د روغتيا د ساتنې په هکله دا نظرټينګ ساتل شوي چه خواړه تر ټولونه لومړي د روغتيا د ساتنې له پاره ډير مهم دي ٠ ځکه د انسانانو ژوند له خواړو څخه نه جلا کيږي ، خو د غذا ښه والي يا خرابوالي ، زيات خوړل يا کم خوړل او خوړلو کيږي يا نه کيږي داسي ټول عوامل د انسان د روغتيا سره مستقيمي اړيکي لري ٠ نو د خواړو سالم خوړل تل د انسان د توجه وړ مسئله ګڼل کيږي ٠ د چين د لرغوني زماني نه راهيسي داسي اصطلاح رواج لري چه وايي د خواړو او طب منبع يوه ده او درملونه او خواړه مشترک رول لري ٠ له دي څخه څرګنديږي چه خواړه د روغتيا د ساتنې رول لوبولي شي ٠

د چين په لرغوني زمانه کې خلکو د ژوند او کارونو له حقائقو نه دا موندلي چه د روغتيا د ساتنې په هکله تر يوې اندازې پوري خواړه د درملونو په نسبت زياته ګټه لري ٠ چينايانو د اوږدي مودي له ژوند څخه معلومات تر لاسه کړي چه بيلا بيل خواړه د صحت د قويوالي له پاره موثر رول لوبولي شي٠ دغه راز په عين وخت کې د روغتيا د ساتنې په هکله يي ډيرې ګټورې نباتي او څاروي خواړه يي هم کشف کړي دي ، لکه تور رنګه چرګ ، جنسان ، د ګيو چي په نامه نباتي ميوه او داسي نور ٠ په دي بهير کې يي ډيرې تجربي هم تر لاسه کړي دي ٠ مثلأ د ډوډۍ په وخت کې د خواړو کنترول ، په دي هکله دا معني لري چه بايد په منظـم ډول په کمه اندازه خواړه و خوړل شي ٠ د چين په لرغوني زمانه کې اړوندو کارپوهانو د خوړلو د کنترول په برخه کې دري تجويزونه وړاندي کړي ؤ چه لومړي د خوړلو کنترول له پاره بايد دي ته متوجه شي چه د خوړلو اندازه دي کمه شي چه دا د معدي د روغتيا له پاره ګټور ده ٠ دغه راز د ډوډۍ خوړل بايد منظم وي يعني بايد د ټاکلي اندازي او ټاکلي وخت سره سم ډوډۍ وخوري ٠ بر سيره پر دي د کم خوړلو له لاري د هاضمي لياقت وساتل شي ٠ دوهم تجويز ، عمومأ خلک دا نظر لري چه د خواړو د مزې زياتول اشتيها زياتوي ، خو د روغتيا د ساتنې له نظره مزه يا خوند بايد د انسان د روغتيا د اړتيا سره برابره شي ٠ د چين د پخوانيو اړوندو کارپوهانو په نظر تريو ، خواږه ، ترخه ، مالګين او مرچ پنځه ډوله خوند د انسان د ځيګر ، معدي ، سږي ، زړه او بډوډۍ د روغتيا سره ارتباط لري ٠ نو د انسان د بدن د نوموړو پنځو برخو د روغتيا له پاره بيلا بيلې مزې بايد تيزي نه وي ٠ مثلأ که د خواړو مزه ډيره تروه وي ، معدي ته به زيانونه و رسوي ، که خواړه ډيره خواږه وي ، بډوډۍ ته ضرر رسوي ، که خواړه ډيره مالګينه وي ، زړه ته به زيان ورسوي ، که خواړه ډير ترخه يا ډير مرچ لرونکي وي ، سږې او ځيګر ته به سخت زيانونه ورسوي ٠ نو د چين په تاريخ کې له لرغونې زماني نه تر اوسه پوري چينايان پر دي ټينګار کوي چه پنځه ډوله مزه دي برابره وساتل شي چه دا د روغتيا د ساتنې له پاره يو مهم عامل ګڼل کيږي ٠ مثلأ که خواړه ډير مرچ لرونکي وي ، لږ څه سرکه ور زياته کړي چه خواړه به نه يوازي دومره ترخه نه وي بلکه مزه به يي هم ډيره زياته شي او دغه ډول خواړه روغتيا ته زيان نه رسوي ٠

د چين د روغتيا د ساتنې دعنعناتو سره سم د خواړو بيلا بيلې مزي يو او بل کنترولوي او يو د بل په اتکا موثر ښکاري ٠ نو د نوموړو پنځو ډولونو مزو يا خوند ترمنځ ښه هماهنګي د انسان د روغتيا له پاره ګټوردي ٠