د چين دبين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان د مطبوعاتی زرايعو د ٢٧ می نيټی د خبرونو سره سم په پاکستان کی د هند لوی سفير شيفشانکر مينون د اګيسټ په ٢٦ نيټه د پاکستان د واکمن مسليم ليګ له سرمنشی موشهيد حسين سره تيلفونی خبری وکړی او دا يی څرګنده کړه چه د هند حکومت حاضر دی چه د باهمی ګټو پر اساس د پاکستان ١٧٧ تنه هغه اتباع چه اوس د هند په زندان کی پاتی دي ، خوشی کړی .
د بل خبر له مخی ، د پاکستان د خارجه چارو سکرتر رياض محمد خان په همدی ورځ وويل چه د پاکستان هيات به په ٢٨ نيټه نوی ديلی ته ورسيږی او د هند له اړوندو مقاماتو سره د هغه کار په باب بحث وکړی کوم چه بندی شوی پاکستانی او هندی اتباع يو بل ته وسپاری