د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د فغانستان د اسلامی جمهوريت د رييس حامد کرزی په بلنه د هند صدراعظم منموهن سينګ د اګيست په ٢٨ نيټه کابل ته ورسيد او افغانستان ته يی په خپل دوه ورځنی رسمی سفر پيل وکړ . دا د نهه ويشتو کالو راهيسی افغانستان ته د هند د صدراعظم لومړنی سفر دی .
د رييس حامد کرزی نطاق خليق احمد وويل ، د سفر په موده کی به سينګ له ښاغلی کرزی سره د افغانستان د بيا رغاونی ، د سيمه ايز امنيت د اوضاعو او داسی نورو ګډی علاقی وړ موضوعاتو په باره کی خبری اتری وکړي .
د خبر له مخی ښاغلی سينګ به د پخوانی پاچا ظاهر شاه تر رياست لاندی د افغانستان د پارلمانی ودانۍ د بنسټ د کيښودلو په مراسمو کی هم ګډون وکړی . نوموړی ودانی به د هند په مرسته جوړه شی .