د چين دبين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين عالی مقتدر ارګان يعنی د ملی ولسی کانګرس دايمی کميټې د اګيست په ٢٨ نيټه د چين او پاکستان ترمنځ د نيک ګاونديتوب او دوستانه همکاری تړون منظور کړی دی . په دی تړون کی دا ټکی تاييد شوی چه چين او پاکستان به د خپل منځی ستراتيژيکی همکارانو د نژدی کولو لپاره مثبت ګامونه واخلی .
نوموړی تړون د تير اپريل په مياشت کی د دواړو هيوادونو د صدراعظمانو لخوا لاسليک شو. ددی تړون سره سم به دواړه خواوی په جدی توګه د ګډو سرحداتو په باب د موافقی مراعات وکړی ، په نظامی او امنيتی ساحه کی به سره همکاری وکړي او په دوه او څو اړخيزو ساحو کی به په ګډه سره تروريستی ، تجزيه غوښتونکی او افراطی قواوی وځپی .