<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-28 18:19:49    
د څو عجيبو هيوادو په باب معلومات

cri

کويټ داسی هيواد دی چی زياتره زمکی صحرايی دی او هيڅ سيند او جهيل پکی نشته ، نو په کويټ کی چی نفوس يی يو مليونه شپږ لکه تنه دی ، پاکی اوبه ډيری ډيری کمی دی او سبزيجات يی هم د نورو هيوادو نه وارديږی ٠ موناکو په نړۍ کی له ډيرو کوچنيو هيوادو څحه شميرل کيږی چی مساعت يی يوازی دوه مربع کيلومتره دی او په دی هيواد کی هيڅ زراعتی پټی نشته او د هيواد عايدات عموما د توريزم څخه راځی او ټول خوراکونه د نورو هيوادو نه وارديږی ٠ ناورو د ارام بحر په جنوبی برخه کی يو مرجانی ټاپو دی او نفوس يی فقط د يو زرو په شاوخوا کی دی٠ د کلونو کلونو راهيسی د دی ټاپو دری په څلورم برخه د لسو مترو په پنډوالی د مرغانو په فضلو يعنی فلساتو پته ده ٠ د ناورو حکومت د فسفاتو په صدور د کرنی د ترقی دپاره له نورو هيوادو نه خاوری واردوی٠ سن مارينو د يو شپيتو مربع کيلومترو په مساعت او د شلو زرو تنو اوسيدونکو په درلودلو سره د نړۍ له ډيرو وړو کی هيوادو څخه عبارت دی او يو داسی هيواد هم دی چی جمهوری نظام يی لا پخوا تاسيس شوی و ، خو په دی هيواد کی هيڅ عسکر نشته او د ټولنيز امنيت د ساتلو وظيفه د کم شمير پوليسو په غاړه ده او که په کوم ځای کی د اور سوزيدو پيښه پيدا کيږی، نو له ګاونډی هيواد ايتاليی څخه اطفايی موټر غواړی٠ په افريقايی هيواد حبشه کی د لويو سړکونو نومونه شته او کوچنی لاری او کوڅی نومونه نه لری او د کور نمبر هم نشته ، نو ليکونه بايد پخپله له پوست اوفيس څخه واخيستل شی ٠ سويدن يو پرمختللی لويديځ هيواد دی ، خو د نورو اروپايی هيوادو نه فرق لری چی شرابخانه

نشته ځکه چی په سويدن کی د شراب څښلو ممنوع دی او په رستوران کی يوازی د ماښامی ډوډی په وخت کی هم شمير شراب خرڅيږی ٠ څوک چی غواړی شراب څښی، يا د شراب څښلو عادت لری ، بايد د شراب اخيستلو په مخصوصه اجازه نامه له ټاکلی مغازی نه شراب واخلی ٠ که څوک نشه وی ، د پوليسو له خوا نيول کيږی٠

فيجی د اتو سوو کوچنيو ټاپوګانو څخه جوړ شوی کوچنی هيواد دی او نفوس يی يوازی شپږ لکه تنه دی ، خو عجيبه خبره دا ده چی په فيجی کی لا تر اوسه سرطان اخته کيدونکی ندی پيدا شوی ٠ د عالمانو په نظر فيجيان د وچو زردالو د خوړلو عادت لری او په زروالو کی ډير ويتامينونه شته او ويتامينونه د سرطان په ضد قابليت لری٠

سويزلند د چاکليت په توليدولو سره په نړۍ کی ډير شهرت لری ، نو د هغه هيواد په هره مغازه کی چاکليت ليدل کيږی ٠ د احصايی له مخی د سويزلند هر تن هر کال لس کيلو چاکليت خوری ٠ د مالديو خلک دا نظر لری چی پيشو د افت منبع ده ، نو د هغه هيواد هيڅوک په خپل کور کی پيشو نه ساتی ٠ څرنګه چی په مالديو کی پيشو نه شته ، نو موږکان ډير غټ او حتی په رڼا ورځ کی په واټ کی په ازاد ډول منډی وهی ٠

واتيکان يو ډير وروکی هيواد دی او مساحت يی يوازی صفر اعشاريه څلور څلويښت مربع کيلو متره دی٠ په دی هيواد کی يوازی څلور سوه يو ويفت تنه اتباع اوسيږی ٠ که څه هم په واتيکان کی ماڼی ، کليساوی ، جګی ودانی او راډيو شته ، خو د ويښتانو د اصلاح هيڅ دکان نشته ، که څوک د ويښتانو اصلاح غواړی ، بهرنی هيواد ته لاړ شی ٠ انګريزان د خط ليکلو عادت لری په تيره بيا د کريسمس اختر په

موده کی په سلو کی شپيته انګريزان خپلو دوستانو او ملګرو ته خطونه ليکی ٠ ايسلند د يخونو هيواد دی او هوا يی ډيره يخه ده ، خو په دغه هيواد کی اورغوزونکی غرونه او ګرمی چينی ډيری دی ، نو نړيوال ورته د يخ او اور هيواد نوم ور کوی٠