د ښاغلی ميوندوال صاحب اصلاحی پروګرام په دری برخو ويشل شوی دی :
١- سياسی ، اداری او مدنی چاری
٢- اقتصادی اومالی چاری
٣-اجتماعی او فرهنګی چاری
په لومړی برخه کی دا څو جملی د پښتو نستان د مسئلې په لحاظ د غور او دقت وړ معلوميږی . : د ټولو ملتونو سره د دوستانه مناسباتو د ساتلو او پراخولو لپاره په تيره بيا د ګاونډيو او د دې منطقې دهيوادو سره د ښه ګاونډيتوب د مناسباتو او همکارۍ ساتلو لپاره بايد زيار وايستل شی . د دنيا د ملتونو پهمناسباتو کی دی د حقوقو دتساوی ، د متقابل احترام ، د شخړو د حل لپاره له قوی نه دکار د نه اخيستلو او په داخلی چارو کی د مداخلی نه کولو اصل بايد رعايت شی .
زمونږ د پښتو نستانی وروڼو د سرنو شت د حق د تامين لپاره د افغانستان مسالمت اميزه زيارونو ته بايد په ټينګه دوام ورکړ شی او زيار دی وايستل شی چه يو داسی د تفاهم او اعتماد او واقع بينی فضا پيدا کړه شی چه د دی مسئلې ، چه د استعمار له بقاياوو څخه ده ، د حل لارو ته د رسيدو زمينه مساعده شی .
په دغو جملو کی اول دا ويلی شوی چه بايد له ګاونډيو ملکونو او له هغو هيوادو سره چه په دغه منطعه کی واقع دی د همسايه توب او همکارۍ ښه مناسبات قايم شی ، چه پاکستان هم په همسايه او په منطقوی ملکونو کی شامل دی .
د منطقوی همکارۍ کلمات چه په دغه بيانيه کی شته ډير ځله له ايرانی جرايدو څخه هم په يوه غرض اوريدل شوی دی او هغوی ته بيا د تفسير او تعبير مجال ورکوی .
دوهم وايی چهد دنيا د ملتونو په مناسباتو کی دې د شخړو د حل لپاره له قوی نه کار نه اخيستل کيږی ، چه طبعا د پښتو نستان مسئله هم پکی شامله ده .
دريم دا چه وايی د پښتو نستان د سرنوشت د حل د تامين لپاره دی مسالمت اميزه زيار ته ادامه ورکړه شی او زيار دې وايستل شی چه اول د تفاهم او اعتماد فضا موجوده شی او بيا د دې مسئلې د حل لارې ته رسيدو زمينه مساعده شی .
نو هرکله چه د دغې وينا له مخی پاکستان ته دا اعتماد د حاصل شی چه په مطلق ډول د هيڅ راز قوی استعمال د پښتو نستان په مسئله کی ، د افغانستان منظور او مطلوب نه دی او د اعتماد د فضا پيدا کولو د لپاره طولانی وخت په کار دی ، چه د پښتو نستان مسئله تر هغه وخت طبعا معطله پاته ده ، نو څنګه کيدی شی چه هغوی په دغه باب کی يو څه مجبوريت احساس کړی او زمونږ موقف جدی وګڼی . زما په عقيده په دغه برخه تجديد نظر په کار دی ، چه که دا پروګرام اولسی جرګی ته وړاندی کيږی ، نو په دی برخه کی بايد يو څه تعديل راوستل شی چه د قناعت وړ وی .
په دی پروګرام کی دوه ځله د اداری او عادی مصارفو لږولو او سپما ته اشاره شوی ده او دا ښيی چه حکومت په اداری مصارفو او عادی مصارفو کی څه کمول غواړی ، ځکه وايی :
مونږ په ټولو برخو کی د هيواد د اداری نظام بهبود ، د مقرراتو په ساده کولو ، د چارو په ژر اجرا کولو ، دا اداری مصارفو په لږولو او د دولت د دوايرو ترمنځ د همکارۍ په ټينګولو او د انسجام په پيدا کولو کی بولو . د دولت مصارف بايد په عادی مصارفو کی د سپما دخيال ساتلو سره سره په داسی قطاعو کی وشی چه نتيجه يی د اقتصادی پرمخ تګ متضمنه وی .
وروسته له ځينو تذکراتو او اظهار نظر څخه وايم :
پهدی پروګرام کی ځينی داسی مهم ټکی شته چهزه قلبا د حکومت موفقيت پکی غواړم او هيله لرم چه عملی نتايج يی د قناعت وړ وی .
زه به د يوه فرد په حيث خپله فردی مرسته د هغو ټکو په عملی کولو کی ونه سپموم چه زه ورسره عقيدتا موافق يم !