<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-28 18:40:08    
د ښاغلی ميوندوال په عقايدو او اصلاحی پروګرام يو نظر ( ١)

cri

ځينی نوی ټکی چه په دغه پروګرام کی ډير جلب نظر کوی هغه ( سوسياليستی ، ارضی اصلاحات ، د ملکيت تحديد او له ملوک الطوايفی سره مجادله ده ) . ښايی چه دغه ټکی په اساسی قانون ، يا د ښاغلی ميوندوال په خط مشی کی په داسی ډول موجود وی ، لکه چه يو ابشار کی بالوقوه برېښنا موجوده ده ، مګر څوک يی په سترګو نه وينی . د دغو ټکو تعميل او تطبيق يقينا په مملکت کی ډير لوی تحول راولی او د حکومت په طرز عمل ، روش او سلوک او حتی په هغو دوستانه علايقو کی چه له افرادو او شخاصو سره يی لری ډير تغير او تفاوت ايجابوی .

حکومت خپل دغه کار يو ملی جهاد بولی او وايی ک

مونږ تصميم نيولی چه د اسلاميت ، مشروطه شاهی ، ديموکراسی او سوسياليستۍ په اساس ، خپل دغه ملی جهاد اعلام کړو او د ملی ژوند په اقتصادی ، اجتماعی ، فرهنګی ، مدنی ، اخلاقی او معنوی جهاتو کی اصلاحات راولو له هر ډول تبعيض ، خودپرستی ، قبيله پرستۍ ، منطقه پرستی ، استبداد ، ارتجاع او استفاده جويی سره مجادله وکړو او اجتماعی بی عدالتی بيسوادی ، ناداری ناروغی او ملوک الطوايفی له منځه يوسو .

د حکومت دغه تصميم چه وايی مونږ يو وسيع او عميق تحول په اذهانو کی راولو چه د جبر او فشار د حاکميت ځای د قانون تسلط ته خالی شی او هر ډول نفوذ او قدرت ، چه د ازادۍ او مساوات په لاره کی خنډيږی ، له منځه يوړل شی ، په رښتيا چه ډير لوی جهاد دی .

هغه اجتماعی ، اقتصادی او خاندانی قدرتونه چه دلته په خلکو باندی مسلط دی ، بلکه يوازی په خلکو نه چه په حکومتونو باندی مستقيم او غير مستقيم نفوذ لری ، مقابله ورسره څه اسانه کار نه دی .

همدارنګه د ارضی اصلاحاتو خبره دومره درنه ده چه ډير زړه وراو فداکار حکومت ، دغه راز اواز اوچتولی شی ، مګر بی د عامو خلکو او دمنوری طبقی له صادقانه او صميمانه مرستی يی سرته نه شی رسولی .

که چيری حکومت د دغه پروګرام په عملی کولو شروع وکړی ، ګمان کوم چه ترقی غوښتونکی عناصر په رويه او اجرا اتو کی تناقضات نه وی ليدل شوی او مايوسه شوی نه دی .

د دغسی پروګرامونو موفقيت او کاميابی لپاره يوازی د پروګرام ښه والی او د خلکو له ارزوګانو سره مطابقت کافی نه دی ، بايد هغه اشخاص چه د دغه پروګرام تمثيل او نماينده ګی کوی دخلکو د اعتماد وړ وی او عمومی خوشبينی ورته موجوده وی . مثلا د يوه داسی جمعيت غړی که ملاکان او د ملوک الطوايفی بقايا وی چه مرام او هدف يی سوسيالستی وی ، نو خلک پری ژور باور نه شی کولی . همدارنګه که د يوه جمعيت په پروګرام کی دا عقيده موجوده وی چه د افغانی جامعی د پيشرفت لازم شرط دا دی چه خلک مقدسو دينی شعايرو ته سوق شی ، نو که بيا په دغه ډله کی داسی کسان شامل وی چه دغه عقيده نه وی نو هرچا ته يو تضاد او تناقض په نظر ورځی او انتقاد پری کوی .

په همدغه لحاظ په حزبی پروګرامونو کی دا خبره ډيره ضروری ده چه د مرام او پروګرام ټول اساسی ټکی يو سمت او جهت ولری او هغه اشخاص پری راغونډ شی چه له ټولو نقاطو سره يی عقيدتا موافق وی .

که فرضا يو حزب داسی يو عام او شامل پروګرام جوړ کړی چه هر څه پکی وی او د هر چا د ذوق يو څه پکی پيدا شی نو شاملين به يی داسی کسان وی چه په ځينو احکامو به يی عقيده لری او په ځينو نه . دغه راز پروګرام ته دځينو کسانو په اصطلاح چره ييز پروګرام ويل کيږی چه يوه يوه سا چه هرځای او هرچا ته رسيږی او يو مشخص هدف نه تعقيبوی .