<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-29 17:40:28    
د هند صدراعظم د ستراتيژيکی ګټو د لټولو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند صدراعظم منموهن سينګ د اګيست په ٢٨ نيټه کابل ته ورسيد او افغانستان ته يی په خپل دوه ورځنی رسمی سفر پيل وکړ چه دا د ٢٩ کلونو راهيسی افغانستان ته د هند دصدراعظم لومړنی سفر دی او د هند او افغانستان ترمنځ د همکارۍ د نويو روابطو د ټينګولو او په منځنی اسيايي سيمه کی د هند د اغيزې د نورهم پراخولو لپاره د هند لخوا نيول شوی ستر اقدام ګڼل کيږی .

سينګ د ولسمشر حامد کرزی سره د خبرواترو نه وروسته وويل ، هند به د ترهګرۍ سره د مبارزی په برخه کی له افغانستان سره همکاری پياوړی کړی او د هيواد د سياسی او اقتصادی بيا رغاونی لپاره به افغانستان ته مرسته ورکړی او د افغانستان هره غوښتنه به  هند تر غور لاندی ونيسی. د دواړو هيوادونو د حکومتونو لخوا په خپره شوی ګډه اعلاميه کی ويل شوی چه هند به د ژمنه شويو ٥ سوو مليونو امريکايی ډالرو نه پرته ، افغانستان ته د پنځوسو مليونو ډالرو په ارزښت نوره مرسته هم برابره کړی . دغه شان به دواړه خواوی د انرژۍ ، کرنی ، روغتيا ، پوهنی او د بااستعداده افرادو د روزلو په ساحو کی سره همکاری هم وکړی .

د کتوونکو په نظر ، هند ځکه افغانستان ته دومره زياتی او دقيقی مرستی ورکړی چه په عمده توګه يی خپلی ستراتيژيکی ګټی تر غور لاندی نيولی دی . لومړی - هند غواړی چه د افغانستان په مرسته اسلامی افراطيون وځپی . د

هند په نظر ، د هندی کشمير په سيمه کی تروريستی فعاليتونه اکثرأ د هغو افراطيونو لخوا رامنځ ته شوی دی کوم چه په افغانستان کی د پخوانيو طالبانو يا القاعدی په کمپونو کیروزل شوی دی . نو په دی وجه افغانستان د ترهګرانو د اډو د ويجاړولو او اسلامی افراطيونو د ځپلو په برخه کی مهم رول لوبوی چه دا پر هند باندی د تروريستی بريدونو د خطر د له منځه وړلو لپاره د کلی اهميت لری . ولسمشر حامدکرزی په ٢٨ نيټه هغه ارزو يو ځل بيا څرګنده کړه چه افغانستان ، هند او پاکستان د ترهګرۍ په ضد ساحه کی خپل منځی همکاری نژدی کړی ترڅو د ترهګرۍ تهديد له خپلی سيمی څخه په پوره توګه له منځه يوسی .

دوهم - هند غواړی چه د پاکستان د عملياتو مخه ونيسی ترڅو د جنوبی اسيا له نيمی قاری څخه د وتلو لپاره خپل خوب ترسره کړی . که څه هم د ٢٠٠٣ کال راهيسی د هند او پاکستان روابط په پر له پسی توګه بيا ګرم شوی دی او په زياتو برخو کی يی واقعی ګامونه اخيستی دی ، خو د تاريخی او اصولی موضوع د حل وفصل په برخه کی موجوده ستونزی د دواړو هيوادونو د روابطو د انکشاف مخه نيسی . ځينی کتوونکی په دی نظر دی چه پاکستان تل افغانستان په منځنی اسيا او د کسپين د سمندر په سيمه کی د خپلی اغيزې د پراخولو او د هغه په وسيله د هند د مخنيوی د مهم طبيعی ستراتيژيکی ځای په حيث ګڼی . نو په دی وجه د هند او افغانستان ترمنځ د همکارۍ د نويو روابطو قايميدل د پاکستان د مخنيوۍ ، د هند او منځنی اسيا ترمنځ د اقتصادی او تجارتی ودې د پرمخبيولو او د منځنی اسيا په سيمه کی د هند د اغيزی د پراختيا لپاره ډير ګټور دي .

دريم - هند غواړی چه د انرژۍ د عرضی لارې زياتی او پراخی کړی  تر څو د هند لپاره انرژی تامين شی چه دا د هند لپاره د ډيری پاملرنی وړ موضوع بلل کيږی . ټولو نړيوالو ته معلومه ده چه اوس هند د ستراتيژيکی ګټو په نظر کی نيولو سره د ګردی کرې په چوکاټ کی د ځان لپاره د انرژۍ د عرضی د شبکی د رامنځ ته کولو په هڅه کی دی . په منځنی اسيا کی د نفتو او ګاز ډيره غنی منابع شته چه دا د هند لپاره خورا ډيره ارزښت لری . د هند په نظر افغانستان له منځنی اسيا څخه د نفتو او طبيعی ګاز د اخيستلو دروازه ده .

د هند مطبوعاتی ذرايعو وويل ، افغانستان ته د سينګ اوسنی سفر هم د ٢١ می پيړۍ په لوری د هند او افغانستان ترمنځ د همکاری د نويو روابطو ټينګيدو ته ګټه لری او هم د منځنی اسيا او د جنوبی اسيا د نيمی قارې ترمنځ د پل په توګه د افغانستان د تاريخی رول د بيا لوبولو لپاره ګټور دی او په افغانستان کی د هند د تکيه ګاه د بيا ترلاسه کولو او په دی اساس د منځنی اسيا په سيمه کی د هند د اغيزې د پراختيا لپاره ستر ارزښت لری .