<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-29 18:08:34    
په نړۍ کی د پرڅون پلورلو لومړی لوی شرکت

cri

٤٠ کاله مخکی والمارت يوازی يوه کوچنی مغازه وه ،مګر اوس په نړۍ کی د پرڅون پلورلو لومړی شرکت ګرځيدلی دی چی د پلورلو ارزښت يی له ٢٨٠ ملياردو امريکايی دالرو نه اوښتی دی .په ١٩٩٦ کال کی والمارت په رسمی توګه چين ته داخلی شو.تر اوسه پوری ٩کاله تير شوی دی .اوس په چين کی د والمارت انکشافی حالت څنګه دی ؟په نننی پروګرام کی به تاسو ته په چين کی د والمارت انکشافی حالت په باب معلومات وړاندی کړو.

عمومأ د والمات په سوپرمارکټ کی د مالونو ډولونه ٢٠ زرو ته رسيږی .د غړيتوب په مغازو کی په عمده توګه د هغو مشتريانو دپاره چی مصرف کوونکی لياقت يی لوړ دی ،د نړۍ له بيلا بيلو ځايونو نه راغلی مالونه برابروی او د اوسيدونکو په ناحيو کی د والمارت مغازی د شاوخواوو اوسيدونکو دپاره اسانتياوی برابروی .که څه هم دواړه مغازی سره توپير لری ،مګر والمارت مشتريانو ته ښه چاپيريال او ښه خدمتونه وړاندی کوی.

د پرچون خرڅلاو په ساحه کی بيه د شرکت د برياليتوب لومړی عامل ده .والمارت د ارزانه بيو د مالونو له امله مشتريان راجلبوی .د والمارت شرکت په اړه د خارجی اړيکو په برخه کی عمومی مدير شيو جين په دی باره کی د معلوماتو د يادونی په ترڅ کی وويل چی مونږ د اداره کولو په ورځنيو کارونو کی تر وسی پوری بيلا بيل لګښونه کموو تر څو مشتريان په والمارت کی د شيانو د اخيستلو نه ګټه واخلی .

هر بين المللی شرکت بايد د بيلا بيلو بازارونو د حالاتو سره سم خپل خدمتونه تر سره کړی .که والمارت په نوی ځای کی فرعی مغازی جوړی کړی .دوی به د محلی حالاتو ،کلتور او د مصرف کوونکو لياقت .سره سم مغازی برابری او ډيزاين کړی تر څو د محلی مصرف کوونکو اړتياوی پوره کړی .ښاغلی شيوجين وويل چی په چين کی د والمارت د مغازو د ځای انتخاب د والمارت ځانګړی هدف ښودلی دی په امريکا کی د والمات مغازی عمومأ د ښار په اطرافو کی جوړيږی ځکه چی د امريکی مصرف کوونکی عمومأ د موټر په چلولو سره د والمارت مغازو ته ځی .مګر په چين کی د والمارت مغازی عمومأ د ښار په مرکزی سيمی کی جوړيږی ځکه چی په چين کی زياتره مصرف کوونکی موټر نه لری او زياتره خلک د بسونو په ذريعه مغازو ته ځی .

په محلی سيمو کی د محلی وګړو استخدام په چين کی د والمارت د انکشاف بل ځانګړی ټکی دی .د معلوماتو له مخی اوس په چين کی د والمارت ټولی مغازی او د شيانو استولو مرکزونه د چينايی کارکوونکو تر کنترول لاندی دی .په نړۍ کی د والمارت د عمومی مدير مرستيال ځوانګ من ځه وويل چی په چين کی د والمارت د ټولو کارکوونکو شمير ٢٥ زرو تنو ته رسيدلی دی چی په دی جمله کی د محلی مغازو ټول مسئولين چينايان دی او په ټولو کارکوونکو کی يوازی ٥ تنه خارجيان دی .په والمارت کی نه يوازی چينايی کارکوونکی طاقت او فنونه لوړوالی شی بلکه د کار او مقامو له نظره هم انکشاف کولی شی .د چين د خارجی تجارت پوهنتون پروفيسر ځو مينګ شيا وويل چی په چين کی د محلی کارکوونکو استخدام د مشتريانو په زړونو کی د والمارت د څيری د لوړتيا دپاره ګټور دی .

له دی نه علاوه والمارت ځکه د پرڅون خرڅلاو د نړيوالو شرکتونو په منځ کی لومړی مقام نيولی دی مهم علت يی دا دی چی والمارت د مالونو د اخيستلواو استولو بشپړ سيستم لری او د مالونو د واحد ليږدولو له لاری د شاوخواوو مغازو ته خدمتونه تر سره کوی چی په نتيجه کی د مالونو د استولو لګښتونه کم دی .اوس والمارت په چين کی دوه همدغسی مرکزونه جوړ کړی چی په جلا جلا توګه په تيان جين او سن ځن کی واقع دی .خبريال د مرکی په ترڅ کی خبر اخيستی دی چی اوس په چين کی د والمارت د مالونو د اخيستلو ارزښت د نورو هيوادونو د همدغسی ارزښت په نسبت زيات دی .

د ٢٠٠٤ کال د دسمبر له ١١نيټه چين په نړيوال تجارتی سازمان کی خپله اړونده ژمنه پوره کړی ده او د خارجی شرکتونو دپاره يی د پرڅون پلورلو چاری اصلاخ کړی دی .ښاغلی شيو جين وويل چی د چين د زيات ورخلاصون پاليسی به والمات ته ستر انکشافی فرصت برابر کړی او والمارت به په چين کی د خپلی دايمی پانګه اچونی دپاره کوشش وکړی او د چين په منځنيو او کوچنيو ښارونو او لويديځو ښارونو کی به د والمارت د انکشاف دپاره ښه زمينه برابره شی .

ګرانو دوستانو زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيد .خوشحاله اوسی .