<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-29 18:43:54    
د چين د لومړی امپراطور ين جنګ په باب معلومات

cri

د قبل الميلاد په دوه سوه يوويشتم کال کی د چين په تاريخ کی تر مرکزي کتنرول لاندی د چينګ د فيوډالی سلسلی واحد دولت رامنځته شو او دغه دولت جوړونکی د چين لومړی امپراطور و چه ين جن نوميده .

کله چه د قبل الميلاد په دوه سوه شپږ څلويښتم کال کی ين جن د امپراطور څوکی تر لاسه کړه، عمر يي يوولس کاله وو . هغه وخت د جنګی مملکتونو په نامه تاريخی دوره پای ورسيده او هر وړوکی مملکت د يو بل د الحاق لپاره جګړه کوله. د چينګ ملک د نورو شپږو هېوادونو نه قوی و . ين جنګ د هېواد د ودی لپاره ډېر پوه کسان وګمارل او د نظامی چارو پرمختګ ته يی په درنه سترګه کتل او اراده يی درلوده چه نور وړوکی مملکونه الحاق کړی. په لسګونو کلونوکی د چينګ مملکت په دوامداره توګه جګړی وکړلی او پدې توګه يی يو واحد چين جوړ کړ. له دې امله د چينګ د ملک امپراطور ين جن ځان د چين لومړی امپراطور وباله .

ين جن د چين د يووالی لپاره په تاريخ کی د ارزښت وړ ډېر خدمتونه کړی دی. لومړی په سياسی برخه کی يی محلی مستقل حکومتونه تر پښو لاندی کړل او د ولايت او ولسوالۍ د جوړيدو نظام يی وټاکه. هغه ټول هېواد په شپږ دېرشو ولايتونو وويشته او تر ولايتونو لاندی ولسوالۍ يی جوړی کړی . د مرکز او سيمی ټول مامورين يي دده لخوا ټاکل کيدل. دغه نظام د دوو زرو کلونو راهيسی ډېر کلک نظام وګرځيد او اوس د چين د ډېرو ولايتونو او ولسواليو نومونه په هماغه وخت کی جوړ شوی دی.

د ين جن بل مهم خدمت دا وً چه د ليک لوست واحد نظام جوړ کړ . له دې نه مخکی هر وړوکی ملک خپل نظام درلود، سره له دې چه د ليک لوست داسی نظامونو تر منځ لږ توپير وً، مګر د کلتوري راکړي ورکړي دپاره يی ډېر بنديزونه رامنځته کول . ين جن د ليک لوست واحد نظام د ټاکلو نه وروسته د چين د لومي لوي قوم د هان قوم د هيرولګيف د بدلون نښه ليدله او دا د چين د تاريخ د جوړېدو او د کلتور د دوام لپاره يی ډېر لوی ارزښت درلود.

علاوه پردې ين جن د اوزانو او مقاديرو واحد نظام مروج کړ. د دې دمخه د هر وړوکی مملکت د اوږدوالی، ظرفيت او وزن مقادير بيلا بيل و، نو د اقتصاد انکشاف ته سخت مشکلات پيښيدل. ين جن هم واحد پولی نظام او قانون مروج کړ او د ټول هېواد د اقتصاد د پرمختګ لپاره يی ښه زمينه برابره کړه او تر لويی اندازی پوری يی مرکزی اداره پياوړی کړه.

د چين لومړی امپراطور ين جن د چين په تاريخ کی د يو ستر شخصيت په توګه ياديږی ، مګر د ده ظلمونو هم د چين په تاريخ باندی ډېری بدي اغېزی اچولی دی.

له دې نه وروسته چه ين جن واحد چين جوړ کړ، د شمالی قوم د تيری په ضد يی ډېر زيات خلک مجبوراً د لوی ديوال په جوړولو بوخت کړل. د لوی ديوال جوړول ډېره لويه او مشکله پروژه وه چه ډېری پيسی پکی ولګولی شوی او خلکو ته هم سخت تلفات ورسيدل. په اوسنيو ورځو کی لوی ديوال مشهور نړيوال کلتوری ميراث دی او هره ورځ بی شمېر توريستان ځان ته راجلبوی، خو دوه زره کاله دمخه دغه لوی ديوال د خلکو د وينو او اوښکو په بيه جوړ شو .

د ين جن بله لويه غلطی دا وه چه د کتابونو د سوزولو او د پوهانو د وژلو پيښه . د ذهنی اداری د پياوړی کولو لپاره يی د قبل الميلاد په دوه سوه ديارلسم کال کی د نورو هيوادونو د ټولو کتابونو د سوزولو امر ور کړ او له څلورو سوو تنو نه زيات پوهان او کيمياګران يی ووژل. د ين جن دغه وحشيانه عمل د چين لرغونی کلتور ته سخت بحران ورساوه.

په عمومی ډول ويل کيږی چه ين جن يو واحد چين جوړ کړ او د چين د تجزيی اوږد تاريخ يی پای ته ورساوه او په دې اثر يی د چين تاريخ يوی نوی مرحلی ته داخل کړ.