<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-29 18:13:50    
حامد کرزی څرګنده کړه چه د هند او پاکستان ترمنځ د روابطو ښه والی د افغانستان د بيا رغاونې لپاره ګټور دی

cri

د چين د بين المللی راډيو دخبريال دخبر له مخی ، د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی د روانې مياشتې په اته ويشتمه نيټه په کابل کی دهند له صدراعظم منموهن سينګ سره د خبرو اترو نه وروسته وويل چه د هند او پاکستان ترمنځ د روابطو ښه والی د افغانستان د بيا رغاونې لپاره ګټور دی .

هغه زياته کړه چه افغانستان د نوموړو دوو هيوادونو د هراړخيزو خبرو اترو د بهير د پرمختګ له امله خوښی څرګندوی او ويی ويل چه د پاکستان له لاری هند ته د افغانستان د بهرنی تجارت لاره پرانيستل شويده او د نوموړو دوو هيوادونو د روابطو د ښه والی نه وروسته دا احتمال شته چه د پاکستان له لاری افغانستان ته د هند د بهرنی تجارت لاره پرانيستل شی  او د افغانستان پر بيا رغاونې باندی به مستقمه اغيزه واچول شی .

په عين وخت کی هغه وويل چه افغانستان هيله من دی چه ژر ترژره د جنوبی اسيا د سيمه ايزې همکارۍ په اتحاديه کی شامل شی .