<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-30 15:55:02    
دسفر لارښونکی _ بزګره سو سيو جينګ

cri

سو سيو نجينګ سږکال يو شپيته کلنه ده ، په محلی ځای کښی يوه مشهوره شخصيته ګڼله کيږی . هغه د ګوانګ سی د ځوان قوم د خودمختاری سيمی د يانګ سو ولسوالی د ګاو تيان علاقه دارۍ د لی څون په کلی کښی ژوند کوی .د کلی په سر کښی د سپوږمۍ په نوم غر پروت دی . په ١٩٩٦ کال کښی زيات شمير خارجی سيلانيان د سيل او ليدنی کتنی دپاره دغه ځای ته ځی ، ميرمن سو سيو چينګ چه د ژوند په زياتره وختونو کښی د کښتونو په کرلو مشغوله ده ، له خپلو کليوالو سره يو ځای د سفری لارښوونکی په توګه په کار بوخته وه ،له خارجی سيلانيانو سره د راکړو ورکړو په بهير کښی ميرمن سو له خارجيانو څخه دانګليسی ژبی په زده کولو پيل وکړ او دڅو کلونو نه وروسته هغی نه يوازی د انګليسی ژبی او د نورو څو هيوادونو ژبی هم زده کړی . بلکه دخارجی ژبو د زده کړی په څو کلونو کی هغه له زياتو خارجی دوستانو سره اشنا شوه او په دی وخت کښی خارجی سيلانيانو هغی ته د سپوږمۍ د مور په نامه لقب ور کړی دی، دلته . اته کاله دمخه دکاناډا دوی ميرمنی اودوه هلکان د سپوږمۍ دغره لمن ته راغلی و ، په هغه وخت کښی دوی ميرمنی په ناروغۍ اخته شوی ، سو سيو جينګ نه يوازی په دقت سره دهغوی پاملرنه کوله او ددوی دپاره يی د چين عنعنوی طبی درمل او ډوډۍ يی پخوله ، بلکه يی له دوی څخه هيڅ پيسی وانه خيستلی ، خارجی دوستانو دنوموړی ددی مرستی له امله ډير خوښ و او ، احساس يی کاوه چه هغه زمونږ د مور په شان ده ، په دی ډول يی پر هغی باندی دغه نوم کيښودله .

سپين سری سو سيو جينګ چه يوازی د لومړۍ ښوونځی د دريم ټولګی کلتوری سويه لری ، نو هغی په څه ډول داتو هيوادونو ژبی زده کړی ، هغی وويل چه ما وغوښتل چه د سيلانيانو د سفر يوه لارښوونکی وګرځم ، ځکه دکنسرو شويو خواړو او د څښاک اوبه د خرڅولو له لاری می لږی پيسی لاس ته راوړلی .يوه ورځ ما دغره پر بام باندی د کنسروه شوی خواړه او څښاک اوبه خرڅولی، دوو ايتاليايانو دغره پر بام باندی سيل کاوه ، دوی له ما سره عادی خبری اتری کولی او په چينی ژبی لږ څه پوهيدل ، ما له دوی څخه پوښتنه وکړه چه تاسی نن غواړی که نه ؟ چه نوموړی غار وګوری ، بيا دوی ما ته وويل چه نن به ولاړنشو او هيله لرو چه د دوو ورځو نه وروسته تاسی د يان سو په ولسوالۍ کښی زمونږ پذيرايی وکړی .هغه ورځ ميرمن سو سيو جينګ د پنځوسو يونو په اندازه عايدات لاس ته راوړی و .وروسته له دی يی د سفر د لارښوونکی په توګه په کار پيل وکړ ، په تيرو لسو کالوکښی هغی په اتو خارجی ژبو د بيلابيلو هيوادونو له سيلانيانو سره ځبری اتری کولی . وروسته د سيلانيانو بهير زيات شو ،سو سيو جينګ دځان د تبليغولو ښی لاریې چاری زده کړی دی . د خپل کور د انګړ پر ديوالونو باندی يی د سيلانيانوسره اخيستل شوی عکسونه سريښ کړی دی ، هر کله چه سيلانيان د ملاقات دپاره د ميرمن سو کور ته راځی ، هغه عموما په سړه سينه دوی ته ددغو عکسونو په هګله قصی بيانوی .نن ورځ سيلانيان د لی څون دکلی په ښکاره ځای کښی د سپين سری سو د کور اعلانونه ليدل کيږی ، هغه ولی داسی کار کوی ؟مقصد يی دا دی چه د سيلانيانو دپاره يوه مشهور سفری لارښوونکی وګرځی ،هغه هڅه کوی چه لا زيات سيلانيان ور سره اشنا شی .

په ٢٠٠٢ کال کښی سپين سری سو په پر له پسی ډول په تيلويزيون کښی څرګنده شوه ، په دی ډول د ټول هيواد په بيلا بيلو ځايونو کښی لا زيات کسان د سفری لارښوونکی بزګری سو سيو جينګ سره اشنا شول . د سپين سری سو د شهرت د زياتيدو سره سره د هغی دکورنی په ژوند کښی ستر بدلونونه هم را منځ ته شوی دی ، اوس چه بی له دی نه چه سپين سری سو هره ورځ کار ته ځی ، دهغی زامن او لوڼی په خپل کور کښی د هوټل اداره کوی ،سيلانيان کولی شی چه ددی په کور کښی ډوډۍ وخوری او پکښی واوسيږی .د خپل کور په ژوند کښی د بدلونونو د را منځ ته کيدو نه پرته د سپين سری سو د شهرت په اتکا د يانګ سو دولسوالۍ توريستی چارو هم انکشاف موندلی د ی، اوس په انترنيت او يا د يانګ سو ولسوالۍ په توريستی نقشه کښی سيلانيان د سو سيو جينګ نوم ليدلی شی .

اوس هره ورځ زيات چينی او خارجی سيلانيان د سپين سری سو سيو جينګ د ليدنی کتنی دپاره دلته راځی ، دوی ټول غواړی چه له دغه بزګری سفری لارښوونکی سره په انګليسی ژبی څو خبری اتری وکړی .