په پيل کی د اولمپيک علامه او نښه په ١٩١٣کال کی د کاوبرتين د تجويز سره سم ډيزاين او وروسته د اولمپيک د منشور لخوا وټاکله شوه . نوموړی نښه د اولمپيک د پنځو دايرو څخه جوړه شوی چه رنګ يی واحد يا شين ، ژيړ ،تور ، زرغون او سور دی . د اولمپيک په هغه منشور کی چه په ١٩٩١ کال کی چاپ شوی، د اولمپيک د نښی په باب د ضميمی مادې دتعبيراتو له مخی ، د اولمپيک بيرغ او پنځه دايرې نه يوازی د نړۍ د پنځو لويو وچو د يووالی نښه ده ، بلکه په دی ټبنګارکوی چه د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ټول برخه وال لوبغاړی بايد د مسابقو په بهير کی عادلانه او صادقانه ورزشی روحيه ښکاره کړی .
د اولمپيک د سپورتی لوبو نښان
د اولمپيک د سپورتی لوبو نښان د سپورتی لوبو لپاره ډيره نمايندګی لرونکی نښه ګڼله کيږی . د اولمپيک په منشور کی ټاکل شوی چه هغه نښان چه د اولمپيک د سپورتی لوبو دکوربه هيواد لخوا ډيزاين شوی ، د اړوندی انتظامی کميټې د منظورۍ نه پرته ، د اعلانونو او نورو تجارتی خدمتونو لپاره تری استفاده کول ممنوع دی . دغه ټاکنی د اولمپيک د سپورتی لوبو د نښان جديت او اعتبار او باور تامين کړی دی . په ١٩٢٤ کال کی د پاريس د اولمپيک د سپورتی لوبو د جوړيدو راهيسی د اولمپيک د هرو دورو د سپورتی لوبو لپاره
بيلا بيل نښانونه ډيزان او جوړ شوی دی او د اولمپيک ژمنی سپورتی لوبی هم خپل ځانګړی نښان لری او پس منظرونه يی اکثرأ د اولمپيک د سپورتی لوبو بيرغ يا د کوربه هيوادونو د اولمپيک د کميټې بيرغونه دي او ورباندی په ژمنی منظرو يا د ژمنی ورزشی لوبو په تصويرونو ښکلی کيږی .
د اولمپيک د سپورتی لوبو د نيکمرغی نښه
د نيکمرغۍ نښه په انګليسی ژبه د Mascot کلمه د فرانسی د پرووينس له ژبی څخه راغلی او معنی يی د نيکمرغی او بختور رسونکی سړی ، ځناور يا شيان دی . د اولمپيک د سپورتی لوبو بختوره نښه اکثرأ د کوربه هيواد د کوم ځانګړی ځناور سره سم جوړيږی . په ١٩٦٨ کال کی د فرانسی د ګرينوبل د اولمپيک په لسمه ژمنی سپورتی لوبو کی د ژمنی لوبو د بختوری نښی په جوړيدو پيل وشو او د دوبنی لوبو لپاره د بختوری نښی جوړونه په ١٩٧٢ کال کی د مونيچ د اولمپيک په شلمه سپورتی لوبو کی پيل شوه .
*د اولمپيک په باب د تبلغاتو اعلان
د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره د ورزشی نښان او بختوری نښی نه پرته ، د اړوندو تبليغاتو په باب څومصور اعلانونه هم شته . دغه تصويرونه د اولمپيک د سپورتی لوبو ځانکړی هنری اثار دی او د اعلان ، تبليغاتو او د فضا د جوړولو په برخو کی تری استفاده کيږی . نوموړی تبليغاتی اعلانونه د لومړی ځل لپاره په ١٩٠٠ کال کی د پاريس د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ليدل کيدل چه د پار نومی فرانسوی لخوا جوړ شول . په پيل کی د تبليغاتی اعلان عمده شکل دا ؤ چه
هغه سپورتی لوبغاړی چه د سيالی په حال کی و ، د اصلی وجود په توګه
په تصويرونو کی ښکاره شول . خو د شلمی پيړۍ د څلورمی لسيزی په وروستيو کلونو کی د تبلغاتی اعلان په جوړونه کی هنرمندانو د غير صريح هنری مهارت په استعمال پيل وکړ . د نهمی لسيزی راهيسی د نوموړو تبليغاتی تصويرونو جوړونی لا غوره والی او تکړه والی موندلی دی او خلک ته لا زيات تخيلونه راپيداکوی .