<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-31 18:42:36    
د جاپاني تيري کونکې سره د چين په مقاومتي جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد د سره اردو منصب دار او عسکر

cri

سږکال د فاشيزم په ضد د نړيوالو خلکو د مقاومتي جګړې د بري د ګټلو له شپتمې کاليزې او د جاپاني تيري کونکي په ضد د چين د مقاومتي جګړې د کاميبيدو د شپيتمې کاليزې سره هم مصادف دي ٠ شپيته کاله د مخه د المان ، جاپان او نورو فاشيستي هيوادونو له خوا دوهمه عمومي جګړه رامنځته شوه چه په دي جګړه کې د نړۍ بيلا بيلو هيوادونو او خلکو ته زيات تاوانونه او کړاونه رسيدلي ؤ٠ په دي جګړه کې ټولو نړيوالو په شجاعانه توګه د تيري کوتکو فوځونو په ضد مبارزه کې ستري قورباني وقف کړي او په پاي کې يي پر تيري کوونکو باندې غلبه يي و موندله ٠ نو ويل کيږي چه په دوهمه عمومي جګړه کې تر لاسه شوي ستر بري د کوم شخصي هيواد بري نه دي بلکه د ټولې نړۍ د سوله خوښونکو هيوادونو د خلکو مشترک بري دي ٠ د جاپاني تيري سره د چين مقاومتي جګړه د فاشيزم په ضد د نړيوالي جګړي يوه مهمه برخه ده ٠ په دي جګړه کې تر لاسه شوي ستر بري د ټولې نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو د خلکو ټينګ ملاتړ او ستري مرستې حاصلي کړي دي چه په دي بهير کې د پخواني شوروي اتحاد د سره اردو برخه اخيستنه د چين په نوموړي جګړه کې د وروستي بري د لاس ته راوړلو له پاره مهم خدمتونه ګڼل کيږي ٠

په دي وروستيو وختونو کې زمونږ خبريال د پخواني شوروي اتحاد د سره اردو له دوو پخوانيو فوځيانو سره مرکه وکړه ٠ بريد جنرال نيکولاي فيودورويچ فيدوتوف سږکال څلور اتيا کلن دي او پخوا د سره اردو عسکر ؤ ٠ هغه نه يوازي د المان د فاشيزم په ضد د شوروي اتحاد په ستره دفاعي جګړه کې ګډون کړي ، بلکه يي د ١٩٤٥ کال د اګيست په مياشت کې چين ته وليږل شو او د چين په شمال ختيځه سيمه کې د جاپاني تيري کوونکي فوځ سره يي په جګړه کې هم برخه درلوده ٠ د دغه حالت د يادولو په وخت کې نيکلاي وويل چه زمونږ فوځ د مينسک په شاوخوا کې دالمان د فاشيزم له تيري کوونکو سره جنګ وګړ ٠ د شوروي اتحاد په ستره دفاعي جګړه کې ما د مسکو څخه د دفاع په جنګ کې هم کډون وکړ٠ د نژديو څلورو کالو په جګړه کې د المان فاشيستي فوځ پوره ماتۍ وخوړه ٠ د ١٩٤٥ کال د اګيست په اتمه نيټه نيکلاي فيودورويچ او د سره اردو نور يو شمير عسکر د چين شمال ختيځې سيمې ته وليږل شول ٠ نيکلاي وويل چه زمونږ اردو د اګيست په نهمه نيټه چين ته داخل شو او په وار سره د چين د څان چون ، شين يانګ ، دا ليان او نورو ښارونه يي د جاپاني تيري کوونکو له اشغال څخه ازاد کړل ٠

ښاغلي تاراس ګيورګيويچ د سره اردو يو بل زوړ پخواني منصب دار دي ، هغه خبريال ته وويل چه زه په ١٩٢٧ کال کې زيږيدلي يم ٠ د جګړې د پيل په وخت کې زه يوازي څوارلس کلن وم ، نو د المان د فاشيزم په ضد د هيواد په دفاعي جګړه کې مي ګډون نه ؤ کړي ، په ١٩٤٥ کال کې کله چه زه اته لس کالو ته ورسيدم ، په سره اردو کې مي برخه واخيستله ٠ د دغه کال د اګيست په اتمه نيټه د جاپان سره د شوروي اتحاد دجګړې د اعلان نه وروسته زمونږ اردو چين ته وليږل شو او له چيني اردو سره د جاپاني تيري کوونکو په ضد جګړه کې مو ګډون وکړ ٠ تاراس وويل چه البتأ ځينو چينايانو هم په مستقيم ډول د المان د فاشيزم په ضد د شوروي اتحاد د سره اردو په جګړه کې هم برخه اخيستي ده ، جاپاني تيري کونکو پخوا څوڅو ځله بي ځايه وغوښتل چه د المان او ايتاليا د فاشيستي فوځ سره يو ځاي پر شوروي اتحاد باندې بريد وکړې ، خو د چين په جنګي ميدان کې جاپاني تيري کوونکي فوځ مخه ونيول شو ، نو په دي توګه يي بي ځايه هڅي ناکامې شوي ٠ د مرکې په پاي کې ښاغلي نيکلاي وويل چه د جاپاني تيري کوونکي فوځ په ضد د چين د مقاومتي جګړې د بري د ګټلو نه د مخه د ليري ختيځ په سيمه کې جاپاني تيريکوونکي فوځ د شوروي اتحاد له پاره ترټولو نه لوي ګواښ ګڼل کيده ٠ د چين د نوموړي جګړې د بري د لاس ته راوړلو نه وروسته د شوروي اتحاد او چين دواړو اردو يو دوست اردو وګرزيدل ٠ د هغه وخت تر اوسه پوري د دواړو هيوادونو ترمنځ اقتصادي روابط نژدي او متقابله همکارۍ پياوړي شوي دي ٠ په نوموړي جګړه کې د چين ستر بري د نړۍ په جوړښت کې ستر بدلون رامنځته کړي دي ٠ نو د پخوانيو فوځيانو په توګه زمونږ په نظر دا چه د چين په نوموړي جګړه کې مو ګډون وکړ ، زمونږ له پاره د ډير فخر وړ او نه هيريدونکي ده ٠