<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-31 18:50:20    
د شمالي قطب څيړنه د چينايي عالمانو د توجه وړ ګرزيدلی ده

cri

شمالي اوجنوبي قطبونه د کنګلونو نړۍ ده او د شنې نړۍ څخه ډير ليري دي ، خو ځمکني کره يوه نه بيليدونکي برخه ده ، نو دغه دواړه قطبونه د نورو سيمو سره نژدي اړيکي لري او د زياتو هيوادونو د عالمانو او کشافانو د زياتې توجه وړ ګرزيدلي دي .

چين د تيرې پيړۍ له اتمې لسيزې نه د قطبونو په څيړنې پيل وکړ ، خو د وروستيو څو کلونو راهيسې د شمالي قطب د څيړنې په عين وخت کي يي د جنوبي قطب په څيړنې هم پيل وکړ . د تيرې پيړۍ د نهمې لسيزې نه دمخه د سړې جګړې له امله مشکل و چه چين د شمالي قطب سيمې ته داخل شي ځکه چه چين د شمالي قطب څخه ليري پروت دی . د سړې جګړې د پاي ته رسيدو نه وروسته د شمالي قطب څيړنې پيل شوې ، د چين د سمندري چارو د ادارې په اړه د قطبونو د څيړنې د دفتر رييس چيو تان جو د نوموړې څيړنې د اهميت په باره کي داسي وويل ( أواز ) د شمالي قطب سيمه ډيره يخه او کنګل شوي سيمه ده . داسي پوښتني رامنځته کيږي چه ددې قطب د بدلون بهير به د انسانانو په ټولنيزو فعاليتونو باندي کومه اغيزه واچوي او د انسانانو فعاليتونه به په دي سيمې باندي هم کومه اغيزه ولګوي ؟ په عمومي توګه دا پوښتنه د نړيوالو د توجه وړ ګرزيدلې ده . چين د نړۍ په شمالي برخه کي يو لوي هيواد دی او د شمالي قطب اقليمي بدلون له مستقيمې اغيزې سره مخامخ دی ، نو مونږ طبعأ د شمالي قطب سيمې د هوا او چاپيريال د بدلون له بهير سره زياته توګه علاقه لری . ٠٠

په نولس سوه نهه نويم او دوه زره دريم کال کي د چين عالمانو د څيړونکي بيړۍ په واسطه دوه واره د شمالي قطب علمي څيړنې تر سره کړي او د شمالي منجمد سمندر په څو ساحو کي يي د اوبو ، کنګلونو ، هوا ، بيالوژي او جيالوژي په هکله زيات شمير ارزښتناک معلومات او نمونې تر لاسه کړيدي .

د بيړۍ په واسطه د څيړنې د محدوديت له امله عالمانو د شمالي قطب څيړنې ته دوام ور نه کړ ، نو په دوه زره څلورم کال کي يي د شمالي قطب په دايره کي د ژيړ سيند په نامه لومړني علمي څيړونکي مرکز جوړ کړ . څرنګه چه نوموړې مرکز تازه جوړ شويدی ، نو د څيړنې پروګرامونه يي يوازي اکتشافي څيړنې دي ، خو په ځينو پروګرامونو کي يي لا هم ابتدايي موفقيتونه تر لاسه کړيدي . ددې مرکز سرعالم ډوکتور يان حيوي ګن د خبريال سره د مرکې په ترڅ کي وويل چه د تحقيقاتو لمخې مونږ د شمالي قطب په سيمې باندي د انسانانو د فعاليتونو لخوا اچول شوي اغيزې پيدا کړيدي ، هغه وويل (اواز) د زمکې د ايکولوژيکي چاپيريال د بدلون په تحقيقاتو کي مونږ داسي نتيجه تر لاسه کړيده . زمونږ مرکز پخوا د سکرو يو شرکت و او د تيرې پيړۍ تر شپږمې لسيزې پوري يي لا هم په معدني استخراج لاس پوري کړي و ، مونږ د زمکې په ايکولوژيکي بدلون باندي د نوموړي شرکت د معدني چارو د اغيزو د تحقيقاتو څخه دا نتيجه تر لاسه کړيده چه په تيرو سلو کالو کي د نوموړي شرکت د معدني استخراج او انساني فعاليتونو له امله په دي سيمه کي د سمندرو مرغانو شمير ډير کم شويدي .

د کارپوهانو په قول د چينايي عالمانو د راتلونکي څيړنې دوه هدفونه دا دي چه لومړي به د شمالي قطب په سيمه کي د سمندرونو او هوا د څيړنې او مشاهدې سيستم جوړ شي ، دوهم به د چين په هوا او چاپيريال باندي د دي سيمې د بدلون لخوا اچول شوي اغيزې معلومې شي . دغه راز چين به د علمي څيړنې مرکز ته لا زيات تجهيزات او وسايل برابر کړي لکه جيپ موټر، برفي موتوسايکل او لاستيکي قايق او د عالمانو د ژوند ، مخابراتو او کار دپاره نور لوازم .

ښاغلي چيو تان يو وويل چه د ژيړ سيند په نامه د مرکز د جوړيدو او د علمي څيړنې د شرايطو د ښه والي سره سم به چين په دوامدار ډول د شمالي قطب په سيمه کي علمي څيړنې تر سره کړي . هغه وويل (أواز) اوس د علمي څيړنې د بيړۍ او د ژيړ سيند د مرکز له لاري زمونږ څيړنې په مداومه توګه روانيږي او د علمي څيړنې طاقت مو هم پياوړي شويدی . په راتلونکي وخت کي به مونږ د نورو هيوادونو او سازمانونو سره خپله همکارۍ نژدي کړو څو چه زمونږ څيړنې ژورې شي . هغه زياته کړه چه سږ کال زمونږ علمي څيړنې پيل شويدي او اوس يو ويشت تنه عالمان د بيړۍ په واسطۀ د مجمند سمندر ، سمندري کنګلونو او هوايي چاپيريال او د شمالي قطب په سيمه کي د منابعو د تحقيقاتو او استخراج په باب د پروګرامونو په څيړنې بوخت دي .