<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-31 19:49:02    
د دوبنی رخصتی په موده کی د محصلينو رانګا رنګ ژوند

cri

په چين کی د جولای او اګيست مياشتی د زده کوونکو د دوبنی رخصتی مياشتی دی ٠ سږ کال د مختلفو سيمو محصلينو خپلی رحصتۍ په بيلا بيلوشکلونو تيری کړی مثلأ دوی د خپلی پوهی د لوړولو لپاره هڅی وکړی ، مشهورو او نامتو ځايونو ته ئی سفر وکړ ، د عايداتو د تر لاسه کولو لپاره ئی کار وکړ او داسی نور ٠

زده کول

په داسی حال کی چه په ټولنه کی د کارونو د پيدا کولو په برخه کی سخته سيالی موجوده ده ، نو هغه زده کوونکی چه له لوړو مدرسو څخه به ژر فارغ شي ، په رخصتيو ورځو کی ئی هم د خپلو درسونو زده کړی ته دوام ورکړی او زيات شمير زده کوونکو د ماستری د علمی درجی د تر لاسه کولو دپاره په سمينار زده کړه کړيده ٠ د چين د شي ان د ترافيکو د پوهنتون د دريم ټولګی يو زده کوونکی وويل چه د ماستری په سويه د دپلوم تر لاسه کول د ډيرو محصلينو يو حتمی غوښتنه ده او د ده له ټولګی څخه په سلو کی پنځه اتيا برخې په نوموړوسمينارونو کی زده کړه وکړه ٠ د مختلفو سيمو په سياليو کی د خپل لياقات د لوړتيا لپاره ځينو زده کوونکو چه تازه په پوهنتونونو کی شامل شويدی ، د کمپيوتر او انګلسی ژبی په سمينارونو کی د روزنی په مرکزونو کی ګډون درلود او ځينو زده کوونکو د موټر چلولو د تصديق نامی د اخيستلو په امتحان کی برخهواخيستله ٠

سفر کول

د زده کړی نه پرته زيات شمير محصلينو د دوبنی رخصتی څخه په استفادی سره په

سفر لاس پوری کړ او دغه محصلين اکثرأ تازه په پوهنتون کی شامل شويدی ٠ د دوی په نظر سيل او سياحت پر خپلو غاړو باندی د زده کړی فشار کمزور ولای او خپل اخلاق روز لری شي ٠ دغه راز دوی هم کولای شی چه د خپل وطن ډير ښکلی ځايونه وويني ٠ البته هغه محصلين چه ژر به له پوهنتونونو څخه فارغ شي ، هم وغوښتل چه په رحصتی کی د هيواد بيلا بيلو ځايونو ته لنډ سفر وکړي څو چه د زده کړی په عين وخت کی لږ څه تفريح وکړي ٠

لنډه مزدوری کول

ځينو هغو محصلينو چه تازه په پوهنتونونو کی شامل شويدی ، د سفرونو په ځای لنډه مزدوری هم وکړه چه د دوی څخه په سلو کی اويا برخی د کورنی ښوونکو په توګه د منځنيو ښوونځيو د زده کوونکو سره مرسته وکړه او نورو محصلينو د درس نه وروسته د خدمتګارانو او يا د مالونو د خرڅوونکو په توګه پيسی تر لاسه کړی ٠ دوی له دغو کارونو څخه نه يوازی ټولنيزی تجربی تر لاسه کړی بلکی ئی د ژوند يوه برخه لګښت هم پوره کړی چه په نتيجه کی ئی د خپلو پلرونو او ميندو له غاړی څخه بارونه کم کړی ٠ کليوالی محصلين د مزدوری له لاری پيسی تر لاسه کوی او هغه محصلين چه کور ئی په ښار کی دی ، د مزدوری له لاری هغه هدف تر سره کوی چه د ټاکلی وخت نه مخکی ټولنی ته داخلي او د راتلونکو رسمی کارونو لپاره ټولنيزی تجربی راغونډی کړي او ښه بنسټ ئی کيږ دی ٠ دغه راز دوی کله کله د انګليسی ژبی د زده کړی لپاره کتابتونونو ته هم تلل ٠

د خپلو زړو شيانو پلورل

زيات شمير هغو محصلينو چه ژر به له خپلو پوهنتونونو څخه فاغ شي ، د

پوهنتونونو په داخل کی خپل زاړه شيان او کتابونه وپلورل تر څو د کمو بارونو په وړلو سره ولاړ شي ، دغه راز نوی محصلين هم کولای شی چه دغه زاړه شيان د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره په ډيره ارزانه بيه واخلی ٠