<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-01 09:12:57    
د امريکی او افغانستان ګډو فوځونو د افغانستان په جنوبی سيمو کی د طالبانو نه تنه وسله وال عناصر ووژل

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخی : په افغانستان کی د امريکی ميشته فوځ د اګيست په ٣١مه نيټه دا خبر تصدق کړ چه د امريکی او افغانستان ګډو فوځونو د اګيست په دېرشمه نيټه د افغانستان د جنوبی سيمو د اوروزګان په ولايت کی د طالبانو له وسله والو عناصرو سره جګړه وکړه او د طالبانو لږ تر لږه نه تنه عناصر ئی مړه کړل ٠

د امريکی د فوځ نطاق وويل کله چه د افغانستان د حکومت فوځ د اګيست په دېرشمه نيټه په دې خبر شو چه د طالبانو يو ډله وسله والو عناصرو د اوروګان د ولايت په يو ځای پټ شويدی ، د امريکی د فوځ سره يو ځای ئی پر دی ځای باندی بريد وکړ ٠

د افغانستان د پارلمان د لومړنی انتخاباتو په رانژدی کيدو سره چه د ټاکلی وخت له مخی په سپتمبر کی تر سره شي ، په حکومت ، د حکومت په ملاتړ کوونکو او امريکائی عسکرو باندی د طالبانو بريدونه زيات شويدی ، نو د امريکی او افغان حکومت فوځونو د دوی د ځپلو په لويو نظامی عملياتو لاس پوری کړيدی ٠