<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-01 17:53:13    
جوجوانګ ته سفر

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! ډيره خوشحاله يو چه تاسی زمونږ پروګرام اوری . په نننی پروګرام کی به تاسو ته د چين د ختيځې برخې د جوجوانګ ښارګوټی په باب څه معلومات وړاندی کړو !

د جوجوانګ ښارګوټی د چين د جيانګ سو په ولايت کی واقع دی چه تقريبأ يو زر کاله تاريخ لری او څلور خواوې يی له اوبو سره نښتی دی . نو ځکه د اوبو په منځ کی د چين لومړی ښاګوټی ګڼل کيږی . په نننی پروګرام کی به مونږ نوموړی ښارګوټی ته سفر وکړو .

کله چه ښاريان د جوجوانګ ښارګوټی ته داخل شی ، هغوی به سمدلاسه د کليو تازه فضا حساسولی شی . پيغلې جوين چه له بيجينګ څخه د سفر لپاره نوموړی ښارګوټی ته تللی ده ، وويل

( اواز )

د دغه ځای تازه فضا زما روح او فکر په پوره توګه تازه کوی . زما په نظر ، د جوجوانګ ښاګوټی د يوه زوړ دوست په شان دی . په جوجوانګ کی به تاسی ټول خپګانونه او غمونه هير کړی او د ښکلی پلونو او سيندونو د ليدنې کتنې له امله به ډيره خوښی راپيدا کړی . لنډه دا چه په جوجوانګ کی يوازی خوښی او راحت شته .

په حقيقت کی د جوجوانګ ښاګوټی پر سيندونو باندی جوړ شوی دی او څلورې خواوې يی سيندونه دی نو دغه ښارګوټی د اوبو په منځ کی د نيلوفر ګل په شان دی . څلور سيندونه د نوموړی ښارګوټی له څلورو خواوو څخه تيريږی او دغه ښارګوټی يی په څو برخو جلا کړی دی . نو نوموړی سيندونه د جوجوانګ د

ښارګوټی هډوکی په شان دی . دکانونه او د خلکو کورونه د سيندونو په دوو غاړو کی جوړ شوی نو د هر کور باندنی برخه له سيندونو سره نښتی ده يعنی سيندونه د سندونو په غاړه دی .

برسيره پردی پر سيندونو باندی رنګارنګ پلونه ولاړ دی چه دسيندونو ، سړکونو ، دکانونو او کورونو سره تړلی دی او نوموړی ښارګوټی ته يی ښکلی منظره وربښلی ده . د نوموړی ښارګوټی په مرکز کی د فوان په نامه يو پل ولاړ دی چه په څلورو ګوټونو کی يی څلور ځانګړی ودانی جوړ شوی دی چه پخوا د چايو د څښلو ځای ؤ . په هغه وخت کی کله چه څوک په نوموړو ودانيو کی چای څښی ، د کب نيونکو بيړيو سيل يی هم کولای شی . د خبر له مخی ، د جوجوانګ په ښارګوټی کی څه دپاسه ديرش رنګا رنګ پلونه جوړ شوی ؤ خو اوس يوازی ١٣ پلونه يی پاتی دی .

د نوموړی ښارګوټی ودانی په عمده توګه د چين د مينګ او چينګ په سلسلو کی جوړ شوی وی او سل ګونه کاله تاريخ لری .

د جوجوانګ په ښارګوټی کی چه له سيندونو څخه ډک دی ، بيړ ۍ د ترانسپورت تر ټولو نه ښه وسيله ده . لارښوونکې پيغلې جانګ فن مونږ ته وويل

( اواز )

په نوموړی ښارګوټی کی تقريبأ د هر کور دباندی د بيړنيو لپاره تم ځای جوړ شوی دی . دغه راز په دغه ښارګوټی کی يوه داسی خاصه منظره شته چه د يوه کور څخه بيړۍ تيريږی . ځکه چه يو کوچنی سيند د جانګ تينګ په نامه له يوه انګړ نه تيريږی او په دی انګړ کی يو حوض هم جوړ شوی دی چه مساحت يی څه ناڅه ١١ مربع کيلومتره دی . پخوا د نوموړی انګړ خاوندان په دغه حوض کی بيړۍ ته پورته کيدل او د بيړۍ په وسيله يی د مالونو حمل و نقل کاوه .

اوس مسافرين هم د بيړيو په واسطه په نوموړی ښار کی سفر کولی شی . کله چه تاسو نوموړی ښارګوټی ته سفر وکړی نو د سفر په موده کی به کله کله د پلونو له طاقونو څخه تير شی او د يوه طاق او بل طاق ترمنځ منظره بيلابيله ده . نو تاسی دغه کوچنی ښارګوټی په بيلابيل ډول کتلی شی .

د جوجوانګ ښارګوټی ته د سفر په ترڅ کی پرته له ښکلو منظرو تاسی خوندوار خوراکونه هم خوړلی شی . زياتو مسافرينو وويل چه رښتيا دا ده چه په دغه ښکلی ښارګوټی کی د خلکو اشتها هم ډيره ښه وی .

ګرانو اوريدونکو ! چين ته سفر نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد . که تاسی د سفر سره مينه لری کولی شی چه پخپله د جوجوانګ له ښارګوټی څخه ليدنه کتنه وکړی او هلته خوندوره ډوډۍ وخوری ! خوشحاله اوسی !