د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د پاکستان خارجه وزير خورشيد قصوری او د اسراييلو خارجه وزير سيلوان شالوم د اګيست په لومړی نيټه د ترکيی په استمبل کی د دواړو هيوادونود عالی رتبه ؤ مامورينو ترمنځ لومړنی کتنه وکړه .
د پاکستان د خارجه وزارت په مطبوعاتی کنفرانس کی د هغه هيواد د خارجه چارو سکرتر رياض محمد خان وويل چه نوموړی کتنه له غزی څخه د اسراييلو د وتلو په پس منظر کی پيل شوه او يو بل ته د دوستی د ښودلو يو اقدام ؤ ، خو دا معنی نه لری چه پاکستان به په رسميت سره اسراييل وپيژنی . هغه زياته کړه چه د فلسطين او اسراييلو په موضوع کی د پاکستان دريځ د پخوا په شان د يوه خپلواک او سوله ايز فلسطينی دولت د جوړيدو ملاتړ کوی .