د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، په پاکستان کی د امريکی لوی سفير ريان کروکير د سپټمبر په دوهمه نيټه په اسلام اباد کی وويل ، امريکی په لومړی نيټه د ترکيی په استامبول کی د پاکستان او اسراييلو د خارجه وزيرانو ترمنځ د لوړو درجو د لومړنی کتنی له امله هرکلی څرګند کړ .
نوموړی زياته کړه چه پاکستان به کله په رسميت سره اسراييل وپيژنی چه دا د پاکستان داخلی چاره ده او امريکا دا نيت نه لری چه په دی موضوع کی پر پاکستان باندی کوم فشار واچوی .
کروکير د پاکستان او هند ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د بهير څخه خوښی هم څرګنده کړه .